د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۴:۳۶

محسني: د ۹ انتخاباتي شکایتونو د څیړنو پایلې به د ورځې په پای کې معلومې شي


د انتخاباتې شکایتونو کمېسيون له خوا د ٥٢٥ محلونو د باطلو شوو رایو په اړه علني ناسته نن د ولسمشرۍ د کاندیدانو د استازو په حضور کې جوړه شوه.

د دې کمیسیون ویاند نادر محسني رسنیو ته وویل، چې د دغو محلونو په اړه شکایتونه د درېیو کاندیدانو له خوا ورته رسیدیلې دي.

نوموړي وویل، چې د دې ناستې وروستۍ نتیجه به د نن ورځې تر پايه اعلان شي.

د انتخاباتې شکایتونو کمیسون نن په علني ډول د ٥٢٥ محلونو د باطلو شوو رایو په اړه شوي هغه نهه شکایتونه وڅیړل، چې د ابتدايې نتایجو له اعلان وروسته ورته رسیدلې وو.

د دې کمیسون ویاند نادر محسني رسنیو ته وویل، چې د نن ورځې غونډه یوازې د پنځه سوه پنځه ویشت محلونو د باطلو رایو په اړه وه.

ښاغلي محسني وویل، چې په دې شکایتونو کې درې د اشرف غني احمدزي، یو د داود سلطان زوي او پنځه هم د عبدالله عبدالله له خوا ورته رسیدلي دي:

″نهه شکایتونه چې د ٥٢٥ محلونو د رایو د باطلیدو په اړه وې موږ يې په اړه علني غونډه ونیوله، چې مخکې د انتخاباتو د خپلواک کمیسون له لوري بې اعتباره اعلان شوي وو، موږ به د نن ورځې تر پایه خپل تصمیم د قانون له احکامو سره سم د دې ۹ مواردو په اړه ونیسو.″

د انتخاباتي شکایتونو کمیسون د دې شکایتونو له څیړلو وروسته وویل، چې د څيړنې نتایج به د نن ورځې ترپایه اعلان کړي.

د جمهوري ریاست د انتخاباتو د لومړنیو نتایجو له اعلانه وروسته اته څلویښت ساعته د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون ټولو کاندیدانو ته وخت ورکړ، چې د دې نتیجو په اړه خپل شکایتونه درج کړي.

په عین حال کې د جمهوري ریاست د دغو درېیو کاندیدانو استازيو د انتخاباتو له خپلواک کمیسیونه هم وغوښتل، چې د باطلو شوو رایو په اړه وضاحت ورکړي.

دوي وايې، چې د پاکو او ناپاکو رایو له بېلولو پرته د دغو مرکزونو راېي باطلې اعلان شوي دي.

له ابتدایي نتیجو له اعلان دمخه هم د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون ته څه باندې دوه زره شکایتونه ورسیدلي وو.

خو د ابتدایي نتیجو په اړه دې کمیسیون کې یوازې ۱۲۱ شکایتونه ثبت شوې دي.

د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون اوس د دې ټولو شکایتونو څیړنې ته یوازې شاوخو دوه اونۍ وخت لري او باید چې د ثور په ۲۴ یعنې د انتخاباتو له وروستیو نتیجو سره یو ځای یې نتیجې اعلان کړي.
XS
SM
MD
LG