د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۰

پکتياوال: په دويم پړاو انتخاباتو کې پراخ ګډون کوو


د پکتيا اوسېدونکي، قومي مشران، د مدني ټولنو فعالان وايي چې که چېرته ټاکنې دويم پړاو ته لار پيدا کړي، داځل به امنيت هم په خپله ساتي او په انتخاباتو کې به يې نر او ښځې ګډون کوي.

د پکتيا ولايت قومي مشران او د مدني ټولنو فعالان وايي چې که چېرته ټولټاکنې د ټاکنو کميسون د وروستيو نتايجو د اعلان نه وروسته دويم پړاو ته لاړې شي، دوی به پکې په پراخ ډول ګډون وکړي.

دغه قومي مشران او د مدني ټولنو فعالان وايي دا ځل به هغه کسان هم چې کارت لري او په تېرځل ټاکنو کې يې برخه نه وه اخيستې ، هڅوي چې په ټاکنو کې د افغانستان د برخليک په موخه برخه واخلي.

د دې ولايت قومي مشر عبدالغفار احمدزی وايي ؛ د دويم پړاو ټاکنو له پاره پوره چمتووالی لري او له تېر ځل ټاکنو هم دا ځل ډېر لېواله دي چې په ټاکنو کې پراخ ګډون وکړي:

″مونږ به دا ځل ښځې او نر په ټاکنو کې برخه اخلو او داسې ولسمشر به ټاکو چې د ولس په خير وي او د ولس په رايه وټاکل شي ، نه د درغليو له لارې″

د قومي مشرانو ترڅنګ عام خلک هم دې ته لېواله ښکاري چې که ټاکنې دويم پړاو ته لار ومومي نو دوی به پکې د ګډون ترڅنګ امنيت په خوندي کولو کې هم برخه واخلي.

په پکتياکې د مدني ټولنو فعال شهزاد اريوبي راته وايي چې دا ځل د سيمې قومي مخور، ځوانان، د مدني ټولنو فعالان او ښځې هوډ لري چې د افغانستان د روښانه برخليک ټاکلو په خاطر په ټاکنو کې په پراخ ډول ګډون وکړي:

″د پکتيا ولس د دويم پړاو د انتخاباتاتو له پاره پراخې غونډې شروع کړې دي، ولسونو، قومي شوراګانو، مدني ټولنو دې ټولو غونډې پيل کړې دي چې له حکومت سره څنګ په څنګ به هم امنيت ساتي او هم به په انتخاباتو کې په پراخ ډول ګډون کوي او ښځې نر به راووځي″

نوموړی دا هم وايي چې قومي مخور، د مدني ټولنو فعالان او د پکتيا اوسېدونکي ټول په يوه خوله دې ته کار کوي چې ټولې کلتوري ستونزې د دويم پړاو ټاکنو ښو ترسره کېدو له پاره شاته وغورځوي او د خپلې خوښې د نوماند له پاره د رايې کارټونه وکاروي.

بل خوا د پکتيا امنيتي چارواکي هم په دويم پړاو ټاکنو کې د بشپړ امنيت ډاډ ورکوي او وايي چې که چېرته ټاکنې دويم پړاو ته لاړې شي دوی کلک امنيتي تدابير لري.

د پکتيا امنيه قوماندان مل پاسوال زلمی اورياخېل وايي ؛ د ټولو امنيتي ځواکونو ملي اردو ، ملي پوليسو ، سيمه ييزو پوليسو ، سرحدي پوليسو ، عامه نظم پوليسو او د خلکو په مرسته به وکولی شي چې د دويم پړاو ټاکنو امنيت په بشپړ ډول خوندي وساتي:

″امنيتي ځواکونه به د خپل ټول توان او طاقت او د خلکو په مرسته وکولی شي چې د دوهم پړاو ټاکنو امنيت خوندي وساتي، له خلکو مې هيله دا ده لکه څنګه چې په لومړي پړاو ټاکنو کې راووتل او د خپلې خو ښې کانديد ته يې رايه ورکړه يو ځل بيا نړيوالو ته وښيي چې افغانان د سولې لاره او د انتخاب لاره غوره ګڼي نو رادې شي او په ټاکنو کې دې برخه واخلي، مونږ خلکو ته ډاډ ورکوو چې د دوئ به خوندي ساتو ″

په پکتيا کې قومي مشران، د مدني ټولنو فعالان په داسې حال کې د دويم پړاو ټاکنو ته د چمتوالي او پکې د پراخ ګډون خبره کوي چې لا هم د لومړي پړاو د ټاکنو کيسه سوچه پوچه نه ده معلومه شوې.

د يادولو وړ ده چې په لومړي پړاو ټاکنو کې داسې انګېرل کېده چې ټاکنې به د امنيت د نشتوالي له امله له امنيتي ګواښوونو سره مخ شي، خو د چارو د کارپوهانو په خبره هېڅ ډول لويه امنيتي ستونزه پيدا نه شوه.

راپور – داود تپان – پکتيا
XS
SM
MD
LG