په زیات شمېر لویدیځو ورځپاڼو کې په پرله پسې ډول د افغانستان د جمهوري ریاست د حمل د شپاړسمې انتخاباتو او د لومړنیو نتیجو د اعلان په اړه مقالي او مضمونه خپریږي او په افغانستان کې د سیاسي انتقال مساله له بېلابېلو اړخونو څیړي.
ګارډین:
انګلستان چاپ ګارډین ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې؛ "حد اقل، د افغانستان لپاره د هیلو وړانګې" ترسرلیک لاندې یو مضمون خپور کړی او په یوه برخه کې یې راغلی:
د جمهوري ریاست د انتخاباتو مخکښ کاندید ډاکتر عبدالله عبدالله په خبري کنفرانس کې د انتخاباتو د درغلیو په اړه جدي اندیښنه څرګنده کړه او داسې ښکاري چې، په دوهم دور کې به له ډاکټر اشرف غني سره په سیالیو کې مخامخ شي.
ورځپاڼه لیکي، اشرف غني او عبدالله دواړه د انتخاباتو د قانون پر اساس دوهم دور ته چمتو دي؛ خو په دوهم دور کې هم د زیاتو رایو ګټل به دا سیالۍ ختمې نه کړي.
ګارډین زیاتوي، ډاکټر عبدالله عبدالله د ۲۰۰۹ کال انتخاباتو کې په دوهم دور کې له حامد کرزي سره ونه درېد او په دې توګه کرزی د دوهم ځل لپاره له سیالۍ پرته جمهور رییس شو.
دا ځل هم زیات شمېر افغانان تمه لري چې؛ د دغو دوو مخکښو کاندیدانو ترمنځ د یوې معاملې په صورت کې به د ملي اتحاد یو حکومت جوړ او خبره به دوهم دور ته لاړه نشي.
د ګارډین په باور، که خبره داسې شي، نو ډاکټر عبدالله او ملګري به یې د جمهوري ریاست او مرستیالۍ څوکۍ خپلې کړي او د نورو کاندیدانو ټیمونه به په حکومت کې شامل کړي.
ورځپاڼه لیکي، په دې اړه ډیر قوي دلایل شته چې ولې یو مختلط یا ګډ حکومت د افغانستان لپاره تر ټولو غوره انتخاب دی.
د ورځپاڼې په بارو، که چېرې ډاکټر عبدالله او اشرف غني ایتلاف ونه کړي؛ طالبان چې په لومړي دور کې یې انتخابات ګډوډ نه شو کړای؛ دا ځل ممکن زیات تاوان رامنځ ته کړي او په دې توګه زیات شمېر د انتخاباتو کارکوونکي او امنیتي ځواکونه ووژل شي.
وال سټریټ ژونال:
امریکا چاپ، وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې هم د افغانستان د جمهوري ریاست د انتخاباتو په اړه یو اوږد تحلیلي مضمون خپور کړي او په یوه برخه کې یې لیکي، د انتخاباتو لومړینو نتیجو وښودله چې ډاکټر عبدالله عبدالله هم د پنځوس جمع یو رایې نه دي وړي او په دوی توګه باید انتخابات دوهم دور ته لاړ شي؛ خو کاندید ډاکتر عبدالله عبدالله د یکشنبې په ورځ دا مساله رد کړه او ویې ویل، که چېرې شکایتونه په شفاف ډول وڅیړل شي؛ دی به په لومړي دور کې ګټونکی وي.
ده دا هم وویل، "هیڅوک دا ادعا نشي کولای چې انتخابات به دوهم دور ته ځي؛ زموږ ارزونه او اسناد په څرګند ډول ښیي؛ چې زموږ ټیم بریالی دی."
ورځپاڼه لیکي، ډاکټر اشرف غني احمدزی وایي؛ دوهم دور ته سترګې په لار دی. ده په یوې مرکه کې وویل، خلک باید زموږ په اړه څرګنده پریکړه وکړي.
وال سټریټ ژورنال وړاندې لیکي، ډاکټر عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي د پردې تر شا له نورو کاندیدانو سره د ایتلاف په اړه بحثونه کړي؛ خو د یو بل په ټیم کي د شاملېدو احتمال یې رد کړی دی.