د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۸

روسي پلوه یاغیانو د نیول شویو څارونکو له ډلې څخه یو تن خوشې کړ


د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان له هغو اتو څارونکو څخه چې په اوکرایین کې د روسي پلوه جلاغوښتونکو لخوا نیول شوي وه ، یو یې خوشي شو.

دغه اته څارونکي تیره اونۍ په سلویانسک ښار کې برمته شوي وو.

په ویانا کې د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان دا تایید کړې چې؛ دغه سویډنی څارونکی خوشې شوی.

دغه سازمان وایې د پاته څارونکو د خوشي کیدو لپاره هلو ځلو ته دوام ورکوي.


په اوکرایین کې د روسي پلوه جلا غوښتونکو یوې ویاندې سټیلا کوروشیوا ویلي چې؛ دغه سویډنی وګړی په شکر ناروغۍ اخته و او د روغتیایې ملحوظاتو له کبله خوشې شوی دی.

دغه څارونکی وروسته له هغه خوشې شو چې؛ د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان د مرکچیانو یوه ډله د دغو څارونکو د خوشې کېدو په هدف سلویانسک ته تللې وه.

خو ویاچیسلاو پونوماریوف چې ځان د سلویانسک ښاروال بولي؛ پرون سهار ویلي وو چې؛ دغه څارونکي جنګي اسیران دي.

د همدې ورځي په لومړیوکې دغه څارونکي له نیول کېدو راهیسې د لومړي ځل لپاره د وسله والو ساتونکو په بدرګه خبریالانو ته بهر راوایستل شوه.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر په یوې اعلامیې کې دا د روسیې دنده بللې چې؛ پر روسي پلوه جلاغوښتونکو فشار راوړي چې؛ نور برمته کسان هم خوشې کړي.

دغه څارونکي د هغه تړون د عملي کېدو د څارنې لپاره د اوکرایین ختیځ ته تللي وو؛ چې په سیمه کې د شخړو د کمولو په هدف په ژنیو کې لاسلیک شوی وو.

دغو جلا غوښتونکو همداراز د اوکرایین د ملي امنیت د ادارې درې افسران د شپې مهال عملیاتو په جریان کې نیولي د ي.

د روسیې په ټلویزیونونو کې دغه افسران ښودل شوي چې؛ سترګې یې تړلي دي او ظاهراً وهل ټکول شوي د ي.

بل خوا د روسي پلوه یاغیانو یوې ډلې پرون په ډونڅک ښار کې د ټلویزیون پر سیمه ییز دفتر یرغل وروړی دی او وایي، د اوکرایین خپرونې به بندې کړي او پرځای به یې د روسیې د دولتي ټلویزیون نشرات خپاره کړي.

روسي پلوه جلاغوښتونکو د اوکرایین په ختیځو ښارونو کې یو شمېر حکومتي ودانۍ نیولي دي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما پرون مالیزیا ته د سفر پر مهال روسیه د ژنیو تړون په ماتولو تورنه کړه او مسکو ته یې د لا ډیرو بندیزونو خبرداری ورکړ.

متحده ایالات او اروپایي ټولنه کرملن تورنوي چې په اوکرایین کې د روسي پلوه یاغیانو ملاتړ کوي او وایي، روسیې په کیف کې پر نوي حکومت فشار راوړي چې؛ د اوکرایین په سرحدونو کې شاوخوا ۴۰ زره روسي ځواکونه ځای پرځای کړي.

خو روسیه په پرله پسې ډول په اوکرایین کې هرډول مداخله ردوي او د اوکرایین په سرحدونو کې د خپلو سرتیرو زیاتوالی د خپلو پوځي تمرینونو د پراخوالي یوه برخه بولي.
XS
SM
MD
LG