د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۸

اوباما: امریکا او اروپا پرروسیې د نویو بندیزونو په اړه غور کوي


د امریکا ولسمشربارک اوباما وایي، روسیې په اوکراین کې د کړکیچ د کمولو لپاره هیڅ اقدام نه دی کړی.

اوباما وویل، د روسیې مشرانو د جینوا د موافقې پر موادو چې د روانې میاشتې په پیل کې ترلاسه شوه؛ هیڅ عمل نه دی کړی او یوځل بیا یې ټینګار وکړ چې؛ که دا هېواد د اوکراین په ختیځ کې د روسي پلوو ځواکونو د فعالیتونو د مخنیوي لپاره اقدام ونه کړي، پردې هیواد به ډیرژر نور بندیزونه اعلان شي.

اوباما له مالیزیا څخه د کتنې په مهال نن په کوالالمپورکې د دې هېواد له صدراعظم نجیب رزاق سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وویل:

"په ګډه موږ او اروپایانو ویلي دي چې؛ ترهغو پورې چې روسیه پر لمسونکې لارې تګ ته دوام ورکړي؛ نه دا چې د دغې مسالې د سوله ییز هواري لپاره هڅه وکړي او کړکیچ کم کړي. دا به ناوړه نتایج ولري او دغه عواقب به مخ په پراخیدو وي."

اوباما وویل، د امریکا متحده ایالات له خپلې متحدې اروپایي اتحادیې سره په هماهنګي
پرروسیې د نویو بندیزونو په اړه غور کوي.

اوباما په داسې حال کې روسیه د اوکراین د کړکیچ د هواري لپاره په اقدام نه کولو تورنوي او پرمسکو د نویو بندیزونو د لګولو خبره کوي چې؛ د اوکراین د ختیځ ښار سلویانسک یوه روسي پلوه بیلتون غوښتونکي چارواکي ویلي چې؛ د اروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان څارونکي له دوی سره بندیان دي.

ویچیسلاوپونوماروف چې ځان یې د دې ښار ښاروال اعلان کړی؛ وایي، چې د اروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان څارونکي د ده کسان ساتي او هغوی د جګړې بندیان دي.

هغه چې نن یې د خبریالانو یوې کوچینۍ ډلې ته خبرې کولې؛ دغه راز وویل چې، موږ د جګړې په حالت کې یو او هر پوځي پرسونل چې زموږ اجازه ونه لري؛ هغه د جګړې بندیان بولو.

د اروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان اته څارونکي، څلور جرمنان، یو سویډنی، یو پولنډی، یو ډنمارکی او یو چکی د تیرې جمعې په ورځ ونیول شول او پانوماروف څو ځلې دا خبره وکړه چې؛ دغه کسان به د روسي پلوه وسله والو چې کییف نیولي دي؛ د ازادېدو په بدل کې خوشې کړي.

د اروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان څارونکي د اوکراین ختیځ ته د دې لپاره تللي وو؛ چې د جینوا د موافقې د عملي کېدو چارې وڅاري.

په عین حال کې د اروپا د امنیت او همکارۍ په سازمان کې د روسیې استازي اندرې کیلین پرون وویل چې؛ مسکو به د دغو څارونکو د ازادولو لپاره له ټولو امکاناتو کارواخلي.
XS
SM
MD
LG