د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۷ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۲

د انتخاباتو دریمه برخه قسمي نتایج هم اعلان شول


ډاکټر عبدالله عبدالله ٤٣،٨ فيصده رایي خپلې کړې دي او ډاکټر اشرف غني احمدزي ٣٢،٩ فيصده رایي ګټلې دي.
ډاکټر عبدالله عبدالله ٤٣،٨ فيصده رایي خپلې کړې دي او ډاکټر اشرف غني احمدزي ٣٢،٩ فيصده رایي ګټلې دي.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون نن د ولسمشرۍ د انتخاباتو دریمه برخه ابتدایي نتیجې اعلان کړه.

د دې نتیجې له مخې ډاکټر عبدالله عبدالله ٤٣،٨ فيصده رایي خپلې کړې دي او ډاکټر اشرف غني احمدزي ٣٢،٩ فيصده رایي ګټلې دي.

مخکې تر دې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون دوه ځلې دغه نتیجې اعلان کړې وې چې لومړی ځل د ۲۶ ولایتونو لس فیصده نتیجه وه او دوهم ځل د اکثریت ولایتونو نژدې پنځوس فیصده وه.

په تیرو نژدې پنځوس فیصده نتیجو کې د مخکینۍ نتیجې له مخې عبدالله عبدالله ۴۴ اعشاریه ۴۷٪ رایي خپلې کړې وې او اشرف غني احمدزي ۳۳ اعشاریه ۱۸٪ رایي.

تر دغو دوو مخکښو کاندیدانو وروسته د زلمي رسول رایي ډیرې وې چې ۱۰ اعشاریه ۲۸ کیدې.

د نوې فیصدي له مخې داسې ښکارې چې انتخابات به دوهم پړاو ته ووځي. د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ویلي دي چې دوی دې ته چمتو دي چې دوهم ځلي انتخاباتو د دو مخکښو کاندیدانو تر منځ وشي.

ډاکټر عبدالله عبدالله ٤٣،٨ فيصده
ډاکټر اشرف غني احمدزي ٣٢،٩ فيصده
زلمى رسول ١١،١ فيصد
عبدالرب رسول سياف ٧ فيصده
قطب الدين هلال ٢،٨ فيصده
محمد شفيق ګل اغا شېرزى، ١،٦ فيصده
داود سلطانزوى، ٠،٥
هدايت امين ارسلا ٠،٢ فيصده رايې ګټلې دي
XS
SM
MD
LG