د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۷

والش: افغان هوايي ځواک به د افغانستان لپاره یو ښه فرصت وي


که څه هم چې افغانستان د هوايي چلند او فضا نوردی له نظره کوم مشهور هېواد نه دی خو د هغو هېوادونو په ډله کې راځي چې فضا ته يې فضا نورد استولی او پیلوټان يې هم مشهوره دي.

د متحده ایالاتو د هوايي ځواک لوی درستیز وايي، افغان هوايي ځواک به د دې هېواد لپاره یو ښه فرصت وي.

د امریکا د متحده ایالاتو د هوايي ځواک مشر جنرال مارک والش وايي، هوايي ځواک او صنایع به د افغانستان لپاره خورا اهمیت ولري.

نوموړي د امریکا د مطبوعاتو په ملي کلپ کې په خپلو څرګندونو کې وویل، د افغانستان هوايي ځواک او پرسونل کولای شي دا توان ولري چې د دې هڅو مشري وکړي.

خو جنرال والش خبرداری ورکړ، چې له افغانستانه د روان میلادي کال په پای کې د نړېوالو ځواکونو وتل به د افغانانو دا هڅې له خطر سره مخامخ کړي.

د امریکا د هوايي ځواک لوی درستیز ویلي، که زموږ د سطحي روزنې په ملاتړ افغانان د هوايي ځواک او صنایع په برخه کې په خپله کار وکړي، خپل هوايي ځواک پیاوړی کړي، د لوژیستیکي چارو مشري وکړي نو فکر کوم چې افغانستان کولای شي خپل هوايي صنایع پراخ او غښتلي کړي.

جنرال والش زیاتوي: همدا دلیل دی چې امریکا غواړي په افغانستان په فعاله توګه پاتي شي خو د هغه په وینا که متحده ایالات له افغانستانه ووځي نو دا هڅې دوام نه مومي.

متحده ایالات د افغان هوايي ځواک د تجهیز او روزنې په برخه کې همکاري کوي.

امریکايي چارواکي هیله مند دی چې افغان هوايي ځواک به د دې جوګه شي چې خپل هوايي حریم وساتي او د مخدرو موادو او تروریزم ضد مبارزه کې مهم رول ولوبوي.
XS
SM
MD
LG