د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۸

وېلش: امکان لري، چې افغانستان دې ښه فضايي صنعت ولري


د ډيفنس نيوز ورځپاڼه وايي، چې د امريکا هوايي ځواک د افغانستان د پوځ په روزنه او تجهيز کولو په برخه کې کار کړی دی چې د افغانستان نوی هوايي ځواک پر پښو ودروي.

د امريکا ځواکونو تر اوسه پورې د افغانستان فضايي قلمرو څخه په ازاده توګه استفاده کړې ده او دا هيله کيږي چې ښه روزل شوی افغان فضايي ځواک به د هېواد د فضايي قلمرو په کنترول کې مرسته وکړي په ځانګړې توګه د مخدره توکو او تروریزم پرخلاف په مبارزه کې به مهم رول ولوبوي.

د ډيفنس نيوز په وينا افغانستان د خپل فضايي صنعت لپاره پېژندل شوی هېواد نه دی خو لږ تر لږه يو امريکايي کار کوونکې باور لري چې دا امکان شته چې افغانستان دې په نړۍ کې يو ښه او پرمخ تللی فضايي صنعت ولري.

دا د امريکا د هوايي ځواک لوی درستيز جنرال مارک وېلش باور دی. د ډيفنس نيوز ورځپاڼه د ده په وينا وايي:

″د افغانستان هوايي صنعت د هغه هېواد لپاره يو ښه فرصت دی.

دغه صنعت چې پخوا يې ډير فعاليت نه دی کړی د هغې سيمې لپاره ډيرله معنا ډک او کامياب ثابيتېدی شي.

د افغانستان هوايي ځواک او پيلوټان به يې دا صنعت پرمخ وړي.″


ويلش د امريکا په نېشنل پرېس کلب کې په خپله وينا کې خبرداری ورکړ، چې په ۲۰۱۴میلادي کال کې د بهرني پوځونو له وتلو سره به په افغانستان کې هرصنعتي پرمختګ له خطر سره مخ شي.

ډيفنس نيوز وايي، چې ويلش د افغانستان د جنوبي ګاونډي هېواد پاکستان سره د اړيکو په هکله هم خبرې وکړې.

ده وويل، چې دی به پاکستان ته سفر وکړي او د هغه هېواد د هوايي ځواکونو له مشرسره به د اړيکو ټينګولو لپاره ليدل کتل وکړي.

د امريکا دولت کيدای شي په ۲۰۱۶میلادي کال کې بودجه وسکڼي او په نتيجه کې به يې فضايي لګښتونه را کم شي او د فضايي ځواک د روزنې کچه به راکښته شي.

خو د ويلش په وينا دی هيله من دی چې د امريکا کانګريس به په بوديجه کې کمي نه راولي څو دوی وکولای شي ډيره شمېر هوايي ځواکونه وروزي.

ملالۍ بشير
XS
SM
MD
LG