د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۶

په دایکندي کې سل بستریز روغتون جوړیږي


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په دایکندي ولایت کې د یوه سل بستریز روغتون د بنسټ ډبره کیښوده.

د عامې روغتیا وزیرې ثریا دلیل ازادۍ راډیو ته وویل، چې د دې روغتون په جوړیدو سره به د روغتیا په برخه کې د دې لیرې پراته ولایت د اوسیدونکو ستونزې تر ډیره هوارې شي.

په داسې حال کې چې خلک د ولایتونو په کچه د مسلکي ډاکترانو او مجهزو روغتیایي مرکزونو له کمښته شکایت کوي، د عامې روغتیا وزارت په دایکندي کې د یوه سل بستریز روغتون د جوړید چارې پیل کړې.

د عامې روغتیا وزیره ډاکتر ثریا دلیل وایي، چې دوی د روغتیایي خدماتو په برخه کې لیرې پراته ولایتونه هم له پامه نه دي غورځولي او ان هغو ډاکترانو ته زیات امتیاز ورکوي چې په لرې ولایتونو کې کار کوي.

میرمن د لیل د چهارشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې د دایکندي مرکزي روغتون ته به له جوړیدو وروسته مسلکي ډآکتران، نرسان، قابلې او فارمسستان استخدام کړي:

″دا روغتون د سلو بسترونو په ظرفیت جوړیږي، بودجه یې افغان حکومت ورکوي چې درې سوه څلور پنځوس میلیونه افغانۍ کیږي، د قرار داد وخت شپږدیرش میاشتې دی او دا په دې ولایت کې یوه ښه او پراختیایي ګام دی.″

که څه هم دا مهال په دایکندي کی شپږدیرش روغتایي مرکزونه فعالیت کوي، خو د عامې روغتیا وزارت وایي، د داسې یوه لوی روغتون جوړیدو ته هم ضرورت وو.

د عامې روغتیا وزارت دغه اقدام په داسې حال کې کوي، چې د کابل په ګډون به اکثرو ولایتونو کې خلک د روغتیایي خدماتو له موجوده حالته خوښ نه دي.

د عامې روغتیا وزیرې بیا په دې وروستیو کې ولسي جرګې ته په وینا کې وویل، چې په دې وروستیو کلونو کې د پخوا په پرتله روغتیایي خدمات یو څه معیاري شوي.

دا وزارت وایي، چې د افغان ډاکټرانو مسلکي وړتیاوې هم لوړې شوي او اوس په کابل او یوشمیر ولایتونو کې د ډیرو ناروغیو درملنه کیږي.

خو له دې سره سره بیا هم هره ورځ لسګونه افغانان د درملنې لپاره نورو هیوادونو په ځانګړې توګه پاکستان ته ځي.

خو د دایکندي په ګډون دلرو پرتو ولایتونو اکثره اوسیدونکي بې وزله دي، بهر ته د ناروغانو د تګ وس نه لري او دداسې روغتونونو جوړول به یې په ژوند ډیر ښه اغیز وکړي.

راپور: اسدالله لودین- کابل
XS
SM
MD
LG