د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۰

م.م د افغانستان د انتخاباتو د کميسيونونو د اقداماتو هرکلۍ وکړ


ملګروملتو د افغانستان د انتخاباتو په پروسه کې د شفافيت د رعايتولو لپاره د افغانستان د انتخاباتو د کميسيونونو د اقداماتو هرکلۍ وکړ.

په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوي دفتر يا يوناما وويل، دا اداره د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د رايو په شمېرلو کې د شفافيت د زياتولو لپاره د انتخاباتي کميسيونونو هلې ځلې هڅوونکې بولي.

د افغانستان لپاره د ملګروملتو خاص استازي يان کوبيش پرون وويل:

«د افغانستان انتخاباتي ادارې بايد د هغو هڅو په خاطر وستايل شي چې انتخاباتي پروسې يې تربل هر وخت شفافې کړي او پکار ده چې تشويق شي څو په دې برخه کې لا ګړندي ګامونه واخلي.»

د يوناما وياند نظيف الله سالارزي ازادي راډيو ته وويل، چې يان کوبيش پرون د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کميسيون له رييس يوسف نورستاني او د انتخاباتي شکايتونو د خپلواک کميسيون له رييس عبدالستار سعادت سره په کتنه کې د دغو کميسيونونو د اقداماتو هرکلي وکړ.

يان کوبيش همدا راز ويلي، چې په هره مرحله کې د انتخاباتي بهير د څارلو لپاره د څارونکو، د کانديدانو د استازو او نورو ناظرانو ته د زمينې برابرول ډېر اهميت لري، له کانديدانو او خلکو سره پر له پسې تماسونه بله مهمه اړتيا ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو خاص استازي وويل چې يوناما د افغانانو له لوري د انتخاباتي بهير مالکيت او مشرۍ ته درناوي کوي او ژمنه کوي چې خپلې مرستې به ورسره جاري ساتي.

يان کوبيش وويل، چې د افغانستان د انتخاباتي ادارو دا اراده د ستايلو وړ بولي چې غواړي د درغليو ټول شکايتونه وڅېړي او پر هغو د افغانستان له قوانينو سره سم غور وکړي.

له مهالوېش سره سم ټاکل شوې وه چې نن پنجشنبې د ولسمشرۍ د انتخاباتو ټولې ابتدايي نتيجې اعلان شي خو دوې ورځې وځنډول شوې.

د ملګروملتو خاص استازي ښاغلي يان کوبيش د افغانستان د انتخاباتي کميسيونونو له مشرانو سره په کتنه کې وويل، پکار ده چې مهالوېش رعايت شي خو لا ضروري دا ده چې لازمه پروسه اجرا او بشپړه شي څو په پوره شفافيت او بې ېرفۍ عدالت رعايت شي.
XS
SM
MD
LG