د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۴

پکتيا : داسې مرکز نشته چې رايې يې باطلې اعلان شي


په پکتيا کې د ټاکنو او شکايتونو خپلواک کميسونونو مسولين وايي په پکتيا کې هېڅ داسې مرکز نشته چې رايې يې باطلې اعلان شي.

په پکتيا کې د ټاکنو د شکايتونو د وارېدو کميسون ريس بشير بهرام وايي، د ناسم پوهاوي په سبب تېره ورځ له رسنيو راپورونه خپاره شول چې پکتيا کې د درغليو په اساس ۳۲ مرکزونه رايې باطلې اعلان شوې او وايي چې پکتيا هېڅ داسې مرکز نه لري چې رايې دې باطلې اعلان شي.

بهرام وايي، په ۳۲ صندقونو باندې د فيفا د راپور له مخې د درغلئ شکايت شوی دی خو وايي چې په يادو شويو صندقونو کې يې د ناظرينو په مخ کې څېړلي او د درغليو داسې مستند اسناد په لاس کې نه لري چې د يادو صندقونو رايې باطلې اعلان شي.

نوموړی دا هم وايي چې دوی تر دې مهاله داسې شواهد او مدارک نه لري چې دغه رايې صندقونه او رايې مرکزونه د باطلېدو له ګواښ سره مخ کړي.

د ټاکنو د خپلواک کميسون مشر رحمت الله حقمل وايي چې تر دې دمه يې د ۲۶ صندقونه رايه شمېرنه کړې او د ۳۰ نورو يې څېړنه کړې او داسې مرکز نه لري چې رايې باطلې شي.

پکتيا کې د ټاکنو خپلواک کميسون او د ټاکنو شکايتونو د اوريدو کميسون په داسې حال کې د راېې د نه باطليدو خبره کوي چې د دوشنبې په ورځ له رسنيو راپورنه خپاره شول چې پکتيا کې د درغليو له امله د ۳۲ مرکزونو رايې باطلې اعلان شوې وي.

راپور – ازادۍ راډيو
XS
SM
MD
LG