د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۰

په هرات کې د یولکو باطلو شوو رایو په اړه د مشرانو جرګې غبرګون


د افغانستان د مشرانو جرګې یو شمېرغړي د انتخاباتي شکایتونو له کمیسیونه غواړي چې د خلکو رایو ته درناوی وکړي او په هرات کې شاوخوا یولک رایې باطلې نه کړي.

د دې جرګې غړو د سې شنبې په ورځ تر ډیره پر همدې مسالې تاوده بحثونه وکړل.

دوی وویل، چې د انتخاباتي شکایتونو سیمه ییز دفتر په هرات کې دا صلاحیت نه لري چې لسګونه زره رایې باطلې اعلان کړي.

په هرات ولایت کې د شاوخوا یو لک رایو د باطلولو مسالې د افغانستان په مشرانو جرګې کې سخت غبرګونونه را پارولي دي.

دوی وایي، چې په یو وار په یوه ولایت کې د دومره ډیرو رایو باطلولو جدي خبره ده او باید چې له باطلیدو مخکې د دې رایو په اړه جدي څیړنې شوې وای.

د مشرانو جرګې غړو د سې شنبې په ورځ د دې جرګې په غونډه کې په دې اړه پراخ بحثونه وکړل او ویې ویل، چې د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون باید خپله بې طرفي وساتي او له قانون سره سم شکایتونو ته رسیدګي وکړي.

د سناتورانو له ډیرو بحثونو نه وروسته د مشرانو جرګې لومړي مرستیال محمد علم ایزدیار چې د دې جرګې مشري یې کوله وویل، چې انتخاباتي کمیسیونونه باید د انتخاباتو په اړه د خلکو باور ته زیان ونه رسوي:

"دوی باید د هر ډول ډله ییز او سلیقوي مسایلو او لیوالتیاو مخه ونیسي او په بې طرفۍ ،شفافیت،عادلانه او قانوني توګه شکایتونو ته رسیدګي وکړي.

د هغو رایو په اړه هم باید قانوني پریکړه وشي چې د انتخاباتي شکایتونو د سیمه ییزو دفترونو له خوا باطلې اعلان شوي.

باید د خلکو رایو ته درناوی وشي او د انتخاباتو په اړه د هغوي اعتماد ته زیان ونه رسیږي."


په هرات کې د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون سیمه ييز دفتر د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې شاوخوا یو لک رایې یې چې ناپاکې وې باطلې اعلان کړې.

په راپورونو کې ویل شوي چې دا رایې د جمهوري ریاست څلورو کاندیدانو عبدالله عبدالله، زلمي رسول ،اشرف غني احمدزي اوعبدالرب رسول سیاف پورې مربوطې وې.

په همدې حال کې د مشرانو جرګې غړي وایي، چې هغه کسان باید لویې څارنوالۍ ته معرفي شي چې په انتخاباتو کې یې په یوه ډول تقلب او درغلۍ کړي.

خو د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون ویاند نادر محسني ازادۍ راډیو ته وویل، چې په هرات کې د باطل شوو رایو په اړه ډیرې څیړنې شوي خو د ده په خبره دا پریکړه نهایي نه ده:

"هغه پریکړه چې زموږ سیمه ییز دفتر په هرات کې کړې لومړنۍ ده او هر څوک چې پرې اعتراض لري کولای شي د استیناف غوښتنه وکړي.

له هغه وروسته به په اړه یې نهایي پریکړه کیږي."


د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون له وړاندې نه تایید کړې، چې د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو په انتخاباتو کې چې د حمل په شپاړسمه نیټه ترسره شول ډیرې درغلۍ شوي.

د دې کمیسیون چارواکو ټینګار کړی، چې په دې اړه به جدي څیړنې وکړي او تورې یا ناپاکې رایې به هرو مرو له سپینو یا پاکو رایو نه جلا کړي.

راپور: نسیم شفق
XS
SM
MD
LG