د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۰

سعودي عربستان د افغان کارګرانو کاري ممانعت له منځه وړي


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د سعودي عربستان سفارت په یوې طرحې کار کوي چې له مخې په هغه هېواد کې د افغان کارګرانو کاري ممانعت له منځه ځي.

د دې وزارت ویاند د دوشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، د سعودي عربستان شاهي هېواد سفیر د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر سره په خبرو کې دا څرګندونې کړي.

په داسې حال کې چې په سعودي عربستان کې د افغان کارګرانو د ستونزو په اړه شکایتونه موجود دي په کابل کې د دې هېواد سفیر د افغان کارګرانو د کاري ممانعتونو د لرې کولو لپاره د ځینو هڅو له پیل خبر ورکوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، په کابل کې د سعودي عربستان د شاهي هېواد سفیرعبدالرحمن الغاصب له ضرار احمدمقبل عثماني سره په خبرو کې وویل، چې هغوي په دې طرحې کار کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکېب مستغني د دوشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې په دې اړه وویل:

″په کابل کې د سعودي عربستان د شاهي هېواد سفارت په یوې طرحې کار کوي چې له مخې یې په سعودي عربستان کې د افغاني کارګرانو په وړاندې د کاري ممانعتونو د لرې کولو وړاندیز شوی.

یاد سفارت به دا طرحه له خپل متبوع هېواد سره شریکوي او هڅه کوي چې په سعودي عربستان کې د افغان کارګرانو په وړاندې ممانعتونه له منځه لاړ شي″


ښاغلي مستغني همدا راز وویل، د سعودي عربستان سفیر دا څرګندونې په عربستان کې د افغان کارګرانو د کاري ستونزو د هواري په برخه کې د بهرنیو چارو د وزیر له غوښتنې وروسته وکړې.

د رپوټونو له مخې په وروستیو کلونو کې زرګونه افغانان د کار موندلو لپاره سعودي ته تللي دي.

په افغانستان کې جنګ جګړې، اقتصادي ستونزې او د تولیدي فابریکاتو نشتوالی د دې لامل شوی ډیری افغانان د کار د موندلو په لټه بهرنیو هېوادونو ته ولاړ شي.

له بلې خوا د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، افغاني کارګران په سعودي عربستان کې له کوم رسمي کاري موقف نه دي برخمن او دا د هغوي په وړاندې یوه ستره ستونزه ده.

د دې وزارت د بشري قوې او کاري چارو د تنظیم عمومي رییس خیرمحمدنیرو له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې د سعودي عربستان له دې کار ستاینه وکړه، چې په خپل هېواد کې د افغان کارګرانو د ستونزو د هواري هڅې کوي.

خو دی وايي، سعودي عربستان ته په کار ده چې په هغه هېواد کې د افغان کارګرانو د قانوني کاري په خاطر له افغان لوري سره یو تړون لاسلیک کړي:

″موږ د دې غوښتنه وکړه زموږ هغه افغانان چې هلته کارګران دي د هغوي کارونه باید قانوني شي او د کار جوازونه ورکړل شي.

که چېرې له موږ سره کوم تړون هم لاسلیک کړي هغه کارګران چې دلته وزګار دي هغه هېواد ته یې ولیږو څو موږ او هغوی دواړو ته ګټه ورسوي عربستان ته به د دې لپاره ګټه وي چې کاري قوې ته ضرورت لري او زموږ لپاره د دې په خاطر ګټه کوي چې په هېواد کې به مو د وزګارتیا سطحه راټيټه شي.″

د رپوټونو له مخې افغانان په سعودي عربستان سربېره په وروستیو کلونو کې د کار د موندلو په هدف ایران، پاکستان او ان ځیني اروپايي او امریکايي هېوادونو ته کډوال شوي دي.

د اقتصادي چارو پوهان ټینګار کوي، چې د دې ستونزې د هواري په خاطر ضروري ده چې حکومت له بهرنیو هېوادونو د مرستې غوښتلو پرځای په دننه هېواد کې تولیدي فابریکې جوړې کړی څو افغانانو ته د کار زمینه برابره شي.

راپور: صفي الله ستانکزی
XS
SM
MD
LG