د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۸

افغان کرکټ ټیم د اسیا غوره لیګ د ۵۰اووره سیالیو لپاره چمتووالی نیسي


د افغانستان د کریکټ ملي لوبډله د اسیا د کریکټ د غوره لیک په پنځوس اوره سیالیو کې د ګډون لپاره چمتوالی نیسي.

دا لوبې په مالیزیا کې کیږي او افغانستان به په کې له پنځو لوبډلو سره مسابقې ولري.

د آسیا د کرکټ په غوره لیګ سیالیو کې چې داځل په مالیزیا کې کیږي؛ افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د می میاشتې په لومړۍ نېټه له هانګ کانګ سره وکړي.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک دیوې پوښتنې په ځواب کې چې هانګ کانګ په کرکټ کې څومره وړتیا لري؛ داسې وویل:

"د هانګ کانګ لوبډله یوه پیاوړې لوبډله ده او دوی هم د افغانستان په څير په نړیواله کچه د یو ورځینو سیالیو غړیتوب لري؛ د دې ترڅنګ د کرکټ تاریخچه یې هم ډيره ده؛ د دویمې درجې غړیو هېوادونو کې شمیرل کیږي."

افغانستان به په دغه سیالیو کې له هانګ کانګ سره له لوبې وروسته، له عمان، مالیزیا، متحده عربي اماراتو او نیپال سره لوبې وکړي.

د ښاغلي هوتک په وینا، د کرکټ دغه پنځوس اوریزو سیالیوکې شپږ آسیايي هیوادونه ګډون کوي.

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم په دې وروستیو کې د اسیا په نړیوال جام او د شلو اورونو په نړیوال جام کې ګډون وکړ چې؛ د ځینو لاسته راوړنو ترڅنګ یې په ځینو لوبو کې سخته ماتې هم وخوړله او په دې توګه له انتقادونو سره هم مخ شوه.

په همدې حال کې د افغانستان د کرکټ بورډ مسوولین وايي؛ چې په دغه سیالیو کې نویو لوبغاړو ته هم د لوبیدو چانس ورکړل شوی دی.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک د سه شنبې په ورځ آزادۍ راډیو ته وویل چې؛ نوي لوبغاړي د هغوی د پخوانیو نړېوالو لاسته راوړنو له مخې ټاکل شوي او په دغه سیالیو کې د دوی ګډون اغیزناک دی.

"د افغانستان کرکټ ملي لوبډله کې یوڅه مثبت تغیرات راغلي چې؛ نویو ځوانانو ته چانس ورکړل شوی دی؛ انشاالله دغه نوي ځوانان به د خپلو نور پخوانیو ملي لوبغاړوسره وشي کړای چې ښې لاسته راوړنې ولري افغانستان پخوا هم په دغه سیالیوکې ښې لاسته راوړنې درلودې."

د افغانستان کرکټ بورډ وايي؛ د هېواد د کرکټ ملي ټیم لوبغاړي په دغه سیالیو کې د لوبېدو لپاره بشپړ چمتوالی لري.

افغانستان په تېرو کلونو کې د آسیا په غوره لیګ سیالیو کې درې وارې اتلولي ګټلې.
XS
SM
MD
LG