د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۱

امرخیل: د انتخاباتو د څارنې بهیر پټ نه دی


د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د مدني ټولنو د ځینو غړو هغه ادعاوې رد کړې، چې ویلې یې وو، کمیسیون د څارنې په برخه کې په دوی محدویتونه وضع کړي.

د دې کمیسیون مسئولین وایي، چې د دوی دروازه د مدني ټولنو د غړو په مخ خلاصه ده او هیڅ وخت یې د چا د څارنې ممانعت نه دی کړی.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایي، چې د نوې اونۍ په اوایلو کې به د دویم ځل لپاره د انتخاباتو د قسمي نتیجو یوه برخه اعلان کړي.

د مدني ټولنو ځیني غړي د انتخاباتو د څارنې په برخه کې د محدودیت ادعا په داسې حال کې کوي، چې خلک د دې انتخاباتو ابتدایي نتیجو ته بې صبرانه انتظار کوي.

د انتخاباتو خپلواک کیمسیون بیا وایي، دوی د څارنې په برخه کې په هیچا محدودیت نه دی وضع کړی او د کمیسیون دروازې یې د کورنیو اوبهرنیو څارونکو په مخ خلاصې دي.

د دې کمیسیون د دارالانشا مشر ضیاالحق امرخیل د جمعې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې د مدني ټولنو یو شمېر غړي کله ناکله له حقیقته لرې او بې بنسټه شکایتونه کوي:

″مطلقآ دا موضوع ردوو، د ټاکنو خپلواک کمیسیون خپل کارونه مخ ته وړي او دلته د کاندید صاحبانو نماینده ګان هم دي، ډیر زیات لاس رسی دوی ته برابر دی، هیڅ پروسه له هیچا نه پټه نه ده، کارونه په ښه شکل مخ ته ځي، دا د ټاکنو خپلواک کمیسیون ستونزه نه ده، بلکې د دوی خپله ستونزه ده.″

امریکایي ورځپاڼې سټار اینډ سټرایپس په یوه تازه راپور کې د ځینو څارونکو په حواله لیکلي وو، چې څارونکي له رایو نه خبریږي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو موئسسې د پروګرامونو مدیر نعیم اصغري دې ورځپاڼې ته ویلي، چې تر اوسه د دوی څارونکو ته اجازه نه ده ورکړل شوې، چې د انتخاباتي شکایتونو څیړنه وڅاري.

ورځپاڼې بیا د افغانستان د شفافو انتخاباتو د بنسټ د یوه غړي خبرې هم را اخیستې دي، د دې بنسټ مشر نعیم ایوب زاده وایي، د دوی څارونکو ته د انتخاباتو خپلواک کمیسیون اجازه نه ده ورکړې، نو نه پوهیږي چې څه روان دي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د موئسسې اجرایوي مشر جاندیدان سپین غر بیا د جمعې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې د انتخاباتو بهیر ښه روان دی او هغه څه چې د مدني ټولنو د ځینو غړو له خوا مطرح شوي، تر ډیره واقعیت نه لري.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایي، چې دا مهال په ۲۴ ولایتونو کې د رایې شمېرنې دویم پړاو روان دی او څارونکي او د کاندیدانو استازي هم دا بهیر څاري.

د دې کمیسیون د دارالانشا مشر ضیاالحق امرخیل وایي، چې دوی به د نوې اونۍ په اوایلو کې د دویم ځل لپاره د انتخاباتو قسمي نتایج اعلان کړي:

″دویم قسمي نتایجو ته تدابیر نیول کیږي، کمیسیون به ډیر ژر د دویم ځل قسمي نتیجو ورځ او وخت تعین کړي، چې ولس په جریان کې اوسي، امیدواره یو چې د راتلونکې اونۍ په اوایلو کې به یې ورځ مشخصه شي، او اوسه پورې کارونه په ښه شکل مخ ته ځي.″

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون تیره یکشنبې د جمهوري ریاست د انتخاباتو د لس فیصده رایو قسمي نتیجې اعلان کړې.

ټاکل شوې دغه کمیسیون راتلونکې پنجشنبې د ثور په څلورمه نیټه د انتخاباتو ابتدایي نتایج اعلان کړي او دا ابتدایي نتایج به د ټولو رایو د شمیرنې په اساس وي.

د یو شمېرکارپوهانو په باور، دا مهال د انتخاباتو بهیر حساس پړاو ته رسیدلی او د مدني ټولنو غړي او نور کورني او بهرني څارونکي باید په جدیت دا بهیر وڅاري.

راپور: اسدالله ″لودین″ - کابل
XS
SM
MD
LG