د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۶

احمدزی: موږ نه غواړو په پخوا کې بند پاتې شو


د افغانستان ولسمشری ته کانديد اشرف غني احمدزی د ملي پخلاينې ژمنه کړې ده.

هغه وايي، چې که دی ولسمشر شي، ترخپله وسه به هڅه وکړي ترڅو ملي روغه جوړه رامنځته شي.

د ازادي راډيو سره په يوه ځانګړې مرکه کې اشرف غني وويل، چې د هېواد پخواني جنګ سالاران دې پړه پرخپله غاړه واخلي.

ده زياته کړه، چې افغانستان بايد له ماضي پر راتلونکي ډير فکر وکړي:

″موږ نه غواړو په پخوا کې بند پاتې شو چې دا کار مو له راتلونکي محروم کړي.

موږ بايد يو ځای شو، مسوليت ومنو، پر مخ وخوځېږو او که څوک زيانمن شوي وي هغو ته پاملرنه وکړو. دا زموږ د خپلو زخمونو رغولو بهير دی.″


ده زیاته کړه، چې د تاوتريخوالي ځواب تاوتريخوالی نه دی.

۶۴ کلن اشرف غني د لياقت او کفایت پربنسټ ولاړ دولت ژمنه وکړه، چې په کې د قانون پلي کول، د اداري فساد له منځه وړل او د يو داسې اقتصادي سيستم رامنځته کول، چې هېواد پر بهرنيو مرستو له تکيې څخه راوباسي، شامل دي:

″ما هيڅ پيسې نه درلودې او نه مې د کوم سياسي ګوند، دولت او يا د بهرنيانو ملاتړ درلود.

دا يو سوچه ټولنيزغورځنګ يا تحريک دی چې ترسره کيږي به.″


اشرف غني د دې سوال په ځواب کې چې ایا د ولسمشر سره يې د انتخاباتو وروسته ليدل کتل کړي دي، ازادۍ راډيو ته وويل، چې ده له افغان ولسمشر او ځيني سياسي سيالانو سره کتلي دي.

د ده په وينا دا ليدل کتل د دې لپاره نه وو، چې د انتخاباتو دوهم پړاو ته له تلو د راګرځولو لپاره جوړ جاړی وکړي.

ټاکنې کيدای شي دوهم پړاو ته ولاړې شي ځکه چې داسي اټکل کيږي چې هيڅ کوم کاندید به ترپنځوس سلنې رايې یو نه شي.

د ازادۍ راډيو د دې پوښتنې په ځواب کې چې که چېرې هيڅ یو کانديد ترپنځوس سلنه زياتې رايې يو نه شي ايا دی به دې ته چمتو وي چې په دوهم پړاو کې برخه واخلي، اشرف غني وويل:

″د ټاکنو قانون ډير واضح دی. دوه مخ کښه کانديدان به په دوهم پړاو ټاکنو کې برخه اخلي.

موږ هيله لرو چې موږ ټاکنې وګټو او که چېرې داسې ونه شي، موږ مکلفيت لرو چې قانون ته سر ټيټ کړو په دې خاطر چې د افغانستان خلک بايد دا فرصت ولري چې د خپلې خوښې کانديد وټاکي.″

د اپريل په ۱۳مه ۲۶ ولايتونو د اعلان شويو لس فيصده شميرل شويو رايو د قسمي نتيجې له مخي اشرف غني له عبدالله عبدالله وروسته دوهم ډیري رايې وړي دي.

تمه کيږي ابتدايي نتيجې د اپريل په ۲۴مه خپرې شي.
XS
SM
MD
LG