د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۵

نور:د هغو رایو شمېر له سره پیل شو، چې درغلۍ پرې ثابتې شوي


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایي، د هغو رایو شمېر یې له سره پیل کړی چې درغلۍ پرې ثابتې شوي دي.

د دې کمیسیون ویاند نورمحمد نور د پنجشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، دا رایي به د مختلفو ولایتونوپه مرکزونو کې د انتخاباتي څارونکو په موجودیت کې له سره وشمېرل شي.

فیفا یا د ازادو او عا دلانه انتخاباتو بنسټ، د انتخاباتو د کمیسیون دا اقدام ستایي خو تاکېد کوي، چې په دې پروسه کې دې، موظف شویو ټولو څارونکو ته د څارنې اسانیتاوې برابرې شي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د تازه څرګندونو له مخې، د هېواد په څلورویشتو ولایتونو کې یې د ناپاکو رایو شمېرل له سره پیل کړی دی.

د دې کمیسیون ویاند نور محمد نور د پنجشنبې په ورځ ازادۍ رادیو ته وویل، د رایو نوې شمېرنه به په هغو مرکزونو کې ترسره شي، چې درغلۍ په کې ثابتې شوي دي.

ده وویل، دوی د رایو ورکولو دا ډول مرکزونه معلوم کړي او د رایو دوهم ځلي شمېر په کې پیل شوی دی:

″د هېواد په یو دیرشو ولایتونوکې باید موږعملا بیا شمېرنه او تفتش کړی وای.

تر اوسه په دوه سوه اولس محلاتو کې تقریبا د څلورویشتو ولایتونو څخه دغه پروسه عملي شوې ده او هیله ده چې په نورو ولایتونو کې هم بشپړه شي.″


ده وویل، د رایو دوهم ځلي شمېربه د مختلفو ارګانونو د څارونکو په مخکې ترسره شي.

ښاغلی نور دا هم وویل، سربیره پردې یي د هغو پنځه سوه نورو مرکزونو د د رایو بیا شمېرل هم پیل کړی چې لست یي د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون ور سپارلی و.

د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون تیره ورځ د رایو ورکولو د پنځه سوه مرکزونه یادونه کړی چې درغلۍ په کې شوی وې.

فیفا یا د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون دا اقدام ستایي، خو تاکېد کوی دا کار دی د څارونکو مخکې ترسره شي.

د دې بنسټ ویاند فهیم نعیمي په دې اړه ازادۍ رادیو ته وویل:

″که د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د هغو صندقونو رایي چې تقلب په کې شوی له سره شمېري، مهمه مرحله ده.

خو هیله مو دا ده د هر صندق رایي، چې له سره شمېرل کېږي، باید څارونکو دا زمینه برابره شي چې ویي څاري.″


سره له دې چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون په ځینو مرکزونو کې د رایو د بیا شمېرلو د پیل خبر ورکوي، خو ځیني خلک او د جمهوري ریاست ځیني کاندیدان په انتخاباتو کې د درغلیو خبرې کوي.

دوی تاکېد کوي، چې د رایو په بیا شمېرلو کې دې له پوره دقته کار واخیستل شي.

ټاکل شوې ده، د انتخاباتو لومړي نتایج د ثور په څلورمه اعلان شي.

راپور: خان محمد ″سیند″
XS
SM
MD
LG