د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۸

عبدالله عبدالله: د وړتیا پر اساس به خلکو ته ځای ورکړو


د ازادي راډيو سره په يوه ځانګړې مرکه کې، عبدالله عبدالله ويلې چې که دی ولسمشر شي، له خپل حکومته به د ده د سيالانو په ګډون، هيڅ څوک ونه باسي.

عبدالله عبدالله د افغانستان د انتخاباتو دريم مخکښی کانديد دی چې نور يې اشرف غني احمدزی او زلمی رسول دي.

عبدالله ازادۍ راډيو ته وويل، چې که چېرې په انتخاباتو کې بريالی شي، د ده حکومت به د لياقت او وړتيا پر اساس خلکو ته ځای ورکړي چې په کې د ده زوړ سیاسي مخالف اوسنی ولسمشر کرزی هم دی:

(د هېواد د ګټو پر بنسټ، زموږ د ليد لوري پر بنسټ، د افغانستان د راتلونکي لپاره چې هر څوک زموږ له ليد لوري سره موافقه لري او غواړي مرسته وکړي، زموږ له خوا به په دولت کې را ګډ وي.)

هغه دا خبره هم رد کړه، چې ويل کېږي دی به له خپلو سياسي مخالفينو سره جوړ جاړی کوي څو د انتخاباتو د دوهم پړاو مخنېوی وکړي.

که هيڅ کانديد تر پنځوس سلنه جمع يو رايې يونه شي، انتخابات به دوهم پړاو ته ځې.

ده زياته کړه، چې تېره هفته يې له ولسمشرکرزي سره له دې خاطره کتلي وو، چې د راتلونکي ولسمشر د کار او د کابينې د غړيو پر کاري رول خبرې وکړې، نه د کوم جوړ جاړي لپاره.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې که دی ولسمشر شي، دی به د افغانستان سياسي نظام د مرکزي څخه فدرالي ته، چې په کې به د لومړي وزير دنده هم وي، بدلول پيل کړي او که نه، عبدالله وويل:

(د سياسي نظام له رياستي څخه پارلماني ته بدلول زموږ د سياسي تګ لارې برخه ده.

دا کار بې له شکه په خپله نه کيږي او د دې لپاره لومړی په کار ده ځيني نور کارونه وکړو.

بې له پر اساسي قانون ولاړې يوې لويې جرګې پرته موږ قانون نه شو بدلولی.)

هغه ازادۍ راډيو ته وويل، چې د ده په دولت کې به د اسلامي افراطيت خوښوونکو او پخواني جنګ سالارانو لپاره ځای نه وي.

د عبدالله دواړه ټاکل شوي مرستيالان له اسلام پاله سياسي ګوند سره اړوند دي او عبدالله په خپله د مخالفې سياسي ډلې، جمعيت اسلامي غړی دی.

تراوسه پورې د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو په سلو کې د لس برخې رايو نتيجې اعلان شوې دي، چې له مخې يې عبدالله تر خپلو سيالانو مخکې دی. خو د انتخاباتو د خپلواک کميسون چارواکو ويلي د نورو نتايجو په اعلان سره د کانديدانو لپاره اوسنۍ فيصدي بدلېدلی هم شي.

د ټاکنو لومړۍ نتېجه به د ثور په څلورمه او اخري نتيجه د ثور په ۲۴ مه اعلانېږي.
XS
SM
MD
LG