کابل ښاروال وايي، له درې کلونو وړاندې نه اوس د کابل هوا یو څه پاکه شوې.
محمد یونس نواندیش چې د یکشنبې په ورځ د مشرانو جرګې عمومي غونډې ته وویل، چې د کابل ښارپه هوا کې د جامدو او زهرجنو زراتو کچه راښکته شوې.
کابل ښاروال وايي، چې په ښار کې د سړکونو او پلي لارو د پخیدل او د نیالګیو کېنولو له برکته اوس د کابل هوا د درېیو کلونو پخوا په پرتله ښه شوې ده.
نواندیش د یکشنبې په ورځ د مشرانو جرګې غونډې ته وویل، چې د افغانستان د چاپیریال ساتنې د ادارې د معلوماتو له مخې د کابل په هوا کې د مضره او جامدو زراتو کچه نیم په نیمه کمه شوې ده:
″درې کاله وړاندې په یوه میتر مکعب هوا کې د جامدو زراتو کچه درې سوه مایکرو ګرامه وه، دغه معلومات او اندازه ګیري د چاپیریال ساتنې ادارې له خوا موږ ته راکړل شوي دي اوس مهال دغه زرات یوسل او دوه پنځوس مایکرو ګرام ته راښکته شوې ده، د سړکونو او پیاده رونو جوړول او د نیالونو کېنول د دې باعث شوي چې دغه اندازه راښکته کړي.″
نواندیش زیاته کړه، په پام کې ده سږ کال په کابل ښارکې نور سړکونو او پلي لارې هم جوړ شي چې دا به د هوا له پاکوالي سره نوره هم مرسته وکړي.
ښاروال په داسې حال کې د کابل ښار د هوا د یو څه ښه کیدو خبره کوي، چې لاهم خلک په ښار کې د دوړو، ګرد او د هوا د ککړتیا له امله شکایتونه کوي.
تردې مخکې د چاپیریال ساتنې ادارې، څوڅو ځلي دا خبرداری هم ورکړی و چې که د ښار اوبو او هوا ته پاملرنه ونه شي، نو ښايي څو کاله وروسته په کابل ښار کې ژوند کول ستونزمن شي.
بل خوا د افغانستان د کانالایزیسیون او اوبو رسونې عمومي رییس وايي، د کابل ښارنفوس ته په کتو په ښارکې شته اوبو بسنه نه کوي.
انجنیر داد محمد بهیر چې دا هم مشرانو جرګې ته د پوښتنو لپاره وربلل شوی و وویل، چې په دې ښارکې د بېلابېلوعواملو له امله اوبه کمې شوي دي:
″موږ پخوا په کابل ښار کې په کال کې اووڅلویښت میلیونه متره معکبه اوبه درلودلې او هغه وخت د کابل ښار اوسېدونکو شمېر پنځه لکه وو او اوس چې د نفوس شمېر اوو میلیونو ته رسیږي د دغو اوبو کچه دا مهال اوودیرش میلیونه متره معکبه ته راښکته شوې، له یو خوا وچکالي او له بلې خوا له اوبونه ناوړه استفاده د دې سبب شوې چې اوبه کمې شي.″
هغه زیاته کړه، د څښاک له پاکو اوبونه په کرنه کې استفاده کول، کم ورښتونه، په کورونو کې په خپل سر د ژورو څاه ګانو کېندل او په ښار کې په بې سارې توګه د خلکو زیاتوالی د دې سبب شوې چې په کابل ښار کې اوبه کمې شي.
د چاپیریال ساتنې ماهران هم وايي، د دې لپاره چې د کابل ښار د ځمکې لاندې اوبه لا کمې یا خرابې نه شي او د ښار د هوا د ښه والي لپاره دولت باید لا جدي اقدامات وکړي.
راپور:رحمت الله افغان