د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۷ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۳

نور: د انتخاباتو قسمي نتايج نن نه، بلکې د يکشنبې په ورځ اعلانېږي


ټاکل شوی وه نن د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د جمهوري ریاست د انتخاباتو قسمي نتایج اعلان کړي؛ خو د دې کمیسیون چارواکي وايي؛ دا کار سبا ته پاتې شو.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور دا خبره ازادي راډیو ته تایید کړه؛ خو ویې نه ویل چې ولې نن اعلان نه شول.

تر دې مخکې دغه کميسيون ژمنه کړې وه چې نن شنبه به قسمي نتايج اعلانوي.

د دې کمیسیون ویاند نورمحمد نور د جمعې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته ويلي وو؛ تر اوسه ډېر انتخاباتي مواد د انتخاباتو خپلواک ته لیږدول شوي دي.

"په مجموع کې د نتایجو ۸۴٪ پاڼې چې پنځه زره، یوسلو، شپږ پنځوس محافظتي کڅوړې کیږي؛ د نتایجو مرکز ته انتقال شوي دي.

د دیارلسو ولایتونو د نتایجو ټولې پاڼې مرکزته لیږدول شوي دي."


ښاغلی نور داهم وویل، د نورو ولایتونو د انتخاباتي موادو ډېره برخه هم مرکز ته رسیدلې ده.

ده وویل، تراوسه په مجموع کې تر ۲۵٪ انتخاباتي مواد پروسس شوي دي.
XS
SM
MD
LG