د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۳

انتخابات د افغان ولس بریا


ایکانومست
ایکانومست مجلې د افغانستان پر انتخاباتو یوه اوږده مقاله لیکلې ده، د دې لیکنې په یوې برخه کې لولو، نتیجه لا معلومه نه ده، خو که هرچا دا انتخابات ګټلي وي، هغه به دې ته لومړیتوب ورکوي چې له امریکا سره دوه اړخیزه امنیتي تړون لاسلیک کړي او ورته تړون له ناټو سره وکړي.

د خپرونې په باور دغه تړون به په افغانستان کې تر ۲۰۱۴ کال وروسته د نژدې دولس زره بهرنیو ځواکونو پاتیدو ته لاره هواره کړي او د دې سربیره به نړیوال له افغان ځواکونو سره د روزنې، لوژیستیک، روغتیا او استخباراتو په برخو کې مرستې وکړي.

د ایکانومست په باور که د امنیت په برخه کې نړیوال ډاډ ترلاسه کړي بیا به له افغانستان سره د شپاړس میلیارډه ډالرو کړې ژمنې هم ترسره کړي چې د دې هیواد د رغاونې لپاره یې ځانګړې کړې دي.

د جګړې او سولې انسټیټیوټ
د جګړې او سولې انسټیټیوټ په خپلې خپرې کړې لیکنې کې بیا له امریکا سره د امنیتي تړون د مسالې په اړه د سیاسي او پوځي چارو د یوه څیړونکي جاوید کوهستاني خبرې رااخیستې دي، چې وایي، امریکا هر وخت دا تهدید کاوه، که امنیتي تړون لاسلیک نه شي زموږ ځواکونه به ووځي او چې هغوی ولاړ شي افغان ځواکونه په یوازې سر امنیت نه شي ساتلی خو د انتخاباتو په ورځ ثابته شوه چې افغانان دا وړتیا لري. البته جاوید کوهستاني بیا دا هم وایي چې په دې کې شک نه شته چې افغان ځواکونه د امریکا مرستو ته اړتیا لري.

ایکانومست
که د ایکانومسټ پاڼې بیرته راواړوم نو د افغانستان په اړه د دې مجلې په خپرې کړې مقالې کې بیا په تیرې څه باندې یوې لسیزې کې په افغانستان کې شوي پرمختګونه ستایل شوې دي چې اته میلیونه ماشومان ښوونځيو ته ځي او یوه لویه برخه کې یې نجونې دي، شاوخوا شل میلیونه خلک د موبایل ټیلفون څښتنان شوې دي، تلویزیوني چاینلونه فعاله دي، راډیوګانې شته، اخبارونه چاپیږي او تازه بریا دا دی چې د شنبې په ورځ ښه انتخابات ترسره شول.

ایکانومست لیکي، دا ځل د تیرو انتخاباتو په پرتله نژدې دوه برابره خلکو رایي ورکړې چې ۳۵ فیصده راي ورکونکي پکې ښځې او نجونې وې.

خپرونه بیا وړاندې څرګندوي چې دا ځل افغان ځواکونو د انتخاباتو امنیت هم ښه نیولی وو او له څه باندې شپږ زره مرکزونو څخه نژدې دوه سوه تړلي پاتې شو، خو په ۲۰۰۹ کال کې یوازې په کندهار کې تر ۳۰ ډیرې چاودنې وشوې چې بیا لږو کسانو په انتخاباتو کې ګډون وکړ.

د جګړې او سولې انسټیټیوټ
د جګړې او سولې انسټیټیوټ هم د انتخاباتو د ورځې امنیت ستایلی دی. د دې لیکنې په پيل کې د افغان چارواکو په وینا د امنیتي ځواکونو ستاینو ته اشارې شوې دي او بیا یې د عادي افغانانو خبرې خپرې کړې دي چې په کابل کې د حاجي بختیاري په نوم یوه سړي ورته ویلي دي چې هر وخت به مې ارمان دغه و چې امنیتي ځواکونه مو غښتلي شي او اوس مې ارمان پوره شو.

ایکانومست
که ایکانومسټ مجله راواخلم هغې بیا لیکلي دي چې افغانانو په انتخابات کې د ګډون له لارې خپلو سیاستوالو ته دا پیغام واستاوه چې امنیت تر بې اتفاقۍ مهم دی، دوی نورې نړۍ ته دا پیغام ولیږه چې د دوی هیواد دا ارزښت لري چې دوامداره ملاتړ یې وشي او طالبان یې وپوهول چې د دوی دا ادعا چې د افغانستان استازیتوب کوي، یوه تشه ادعا ده.
XS
SM
MD
LG