د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۷ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۸

سروري:غیرمسولو وسله والو په ناامنو سیمو کې د انتخاباتو په چارو کې مداخله کړې


د انتخاباتې شکایتونو کمیسون وايي، چې د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو په انتخاباتو کې غیر مسولو وسله والو په ناامنو سیمو کې د انتخاباتو په چارو کې مداخله کړې.

د دې کمیسون د دارلانشا مرستیال ولید اکبر سروري د پنجشنبې په ورځ ازادۍ راډيو ته وویل، چې په دې اړه جدي څیړنې پیل شوي دي.

د شنبې ورځې له انتخاباتو وروسته د نورو شکایتونو ترڅنګ ځیني داسې راپورونه هم خپاره شوي، چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې غیر مسولو وسله والو په انتخاباتو کې د یوه مشخص کاندید په ګټه د رایو صندوقونه ډک کړي دي.

د انتخاباتې شکایتونو کمیسیون هم دا موضوع تاییدوي او وايې، چې په دې اړه ورته د کابل په ګډون د هیواد له بېلابېلو ولایتونونه شکایتونه رسیدلي دي.

د دي کمیسون د دارالانشا مرستیال ولید اکبر سروري د پنجشنبې په ورځ ازادۍ راډيو ته وویل، چې په دې اړه به جدي څیړنې وشي.

نوموړي وویل، که چېرې د غیر مسولو وسله والو په اړه موجود شکایتونه ثابت شي د اړوندو مرکزونو رای به باطلې اعلان شي.

نوموړي وویل، په ځنیو سیمو کې غیرمسولو وسله والو او زورورو کسانو څارونکي هم نه دي پریښې چې د رایې ورکولو له پروسې څخه څارنه وکړي.

له بلې خوا په ولسي جرګه کې د کاپیسا د خلکو استازی اقبال ساپی وايې، چې د دې ولایت په کوه بند ولسوالۍ کې غیر مسولو وسله والو د انتخاباتو د څارونکو مخه نیولې او د رایو صندقونه یې د یوه مشخص کاندید په ګټه ډک کړیدي.

ویل کیږي، چې دا مهال د افغانستان په ۳۴ ولايتونو کې غیر مسوله وسله وال فعالیت کوي خو تراوسه د رسمیې شمیرو په اړه یې څه ندي ویل شوي.

په عین حال کې فیفا یا په افغانستان کې دازادو اوعادلانه انتخاباتو بنسټ په انتخاباتوکې د غیر مسولو وسله والو د لاس وهنې په اړه اندیښنه څرګندوي او وايې چې دشکایتونو کمیسون باید پدې اړه جدي څیړني وکړي.

بل لورته ټیفا یا د افغانستان د شفافو انتخاباتو د بنسټ مشر محمد نعیم ایوب زاده هم د پنجشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل چې پدې اړه ورته له بیلابیلو ولایتونو نه شکایتونه رسیدلې:

″تقلب شوی د رایو صندوقونه د یوه مشخص کاندید په ګټه ډک شوې دي، په یو شمېر ولایتونو کې لکه بدخشان، کندهار، پکتیا، تخار، جوزجان او ننګرهار، کې ان ګواښونه هم شوي چې د یوه مشخص کاندید ته په ګټه باید رای ورکړل شي.″

دا شکایتونه په داسې حال کې پورته کیږي، چې د کورنیو چارو وزارت مخکې ویلي وو، چې له ټولو غیر مسوولو کسانو څخه به وسلې را ټولې او د هغوي مخه به ونیول شي.

سربیره پردې چې په انتخاباتو کې د غیر مسوولو وسله والو د مداخلې خبره کیږي، په غلاوو، ځورونو، جنسي تیریو او وژنو کې هم د هغوي د لاس لرلو ډیر راپورونه خپاره شوې خو حکومت تر اوسه نه دی توانیدلی چې دوي بې وسلې کړي.

په همدې حال کې داسې اندیښنې هم موجودې دي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به دغیرمسولو وسله والو موجودیت د کورنیو جګړو د بیا پیلیدو لامل شي، خو حکومتي چارواکو تل داسې اندیښنې بې ځایه بللي.

راپور: ناجیه ساپۍ
XS
SM
MD
LG