د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۷

"د ۲۰۰۹ په پرتله د روان کال د انتخاباتو درغلۍ لږ دي"


نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي، د هغو درغلیو له مخې چې چارواکو یې شمیر اعلان کړ، د افغانستان د ولسمشرۍ د شنبې د ورځې انتخابات د ۲۰۰۹ کال د انتخاباتو په پرتله شفاف ترسره شول.

د ورځپاڼې په باور یوه مخکښ کاندید هم تر اوسه دا خبره نه ده کړې چې په انتخاباتو کې درغلۍ دومره وې چې د هغو شفافیت ترسوال لاندې راولي.

په ۲۰۰۹ کال کې د راییو د صندوقونو په اړه پراخ شکایتونه وشول چې بیا د انتخاباتو د شکایتونو کمیسیون د راییود بیا شمیرنې امر وکړ.

د انتخاباتو د شکایتونو د کمیسیون ویاند نادر محسني د کورنیو او بهرنیو څارونکو په استناد وایي چې دا ځل د تیرو انتخاباتو په پرتله ډیرې لږې درغلۍ شوې دي.

د شکایتونو د ثبت وخت د دوشنبې په شپه پای ته ورسیده او په ۴۸ ساعتونو کې د شکایتونو کمیسیون څه باندې شپاړس سوه شکایتونه درج کړل.

د انتخاباتو د شکایتونو د کمیسیون ویاند محسني وویل، په انتخاباتو کې اووه نیم میلیونه خلکو رایي ورکړې دي چې په دې مقایسه شوي شکایتونه ډير لږ دي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه د ملي ډیموکراټیک انسټټیوټ په وینا څرګندوي چې په دوه زره نهم کال په انتخاباتو کې ۲۸۴۲ شکایتونه ثبت شوې وو.

دغه انسټټیوټ په ۲۰۰۹ کال کې په افغانستان کې نړیوال څارونکي لرل او روان کال یې هم غوښتل چې خپل څارونکي افغانستان ته ولیږي خو کله چې د نوروز په شپه د کابل پر سرینا هوټل برید وشو او د دوی یو تن ووژل شو خپل کسان یې له افغانستانه وایستل.

د کاندیدانو په ډله کې زلمي رسول ویلي دي چې پراخې درغلۍ شوې دي، اشرف غني احمدزي بیا ویلي دي چې درغلۍ ډيرې نه دي او عبداله عبداله څرګندوي چې دا انتخابات د تیرو په مقایسه ډير شفاف وو.
XS
SM
MD
LG