د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۸

انتخاباتو د افغان ځواکونو مورال غښتلی کړ



د افغان ځواکونو په اړه یو شمیر بهرنیو څیړونکو ویلې دي چې مورال یې قوي شوی دی او د انتخاباتو په ورځ چې په لسګونو زره بهرني ځواکونه په خپلو اډو کې وو، دوی په یوازې سر د ټول افغانستان امنیت وساته.

د افغانستان د چارو امریکایي څیړونکي اندریو وایلډر رویټرز اژانس ته په کابل کې وویل، د افغانستان انتخابات د طالبانو لپاره ریښتونې ماتې وه او دا د افغانستان د خلکو بریا وه.

رویټرز اژانس لیکي، دوې ډلې، د افغانستان ځیني پیژندل شوي سیاستوال او د دې هیواد ګاونډیان ښایي د انتخاباتو ابتدایي بریالیتوب په اساني له ماتې سره مخامخ کړي. د دې اژانس په باور په پراخه کچه درغلۍ ښایي د انتخاباتو مشروعیت تر سوال لاندې راولي او قومي شخړې پراخې کړي. په دې اړه د انتخاباتو د شکایتونو د کمیسیون مشر عبدالستار سعادت وایي چې دا ځل د تیرو انتخاباتو په پرتله درغلۍ خورا لږ شوې دي.

د رویټرز اژانس په باور بهرنیان بیا ممکن له طالبانو سره مرسته وکړي او هغوی ته وسلې ورکړي. خو د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی سفیر رونالډ نیومن وایي، د مرګ له ګواښ سره سره په باران کې افغانان راووتل او رایي یې ورکړې چې دا یوه ستره بریا ده، حتی انتقاد کوونکي هم دا مني.

په انتخاباتو کې د رویټرز اژانس په باور بهرني او افغان څارونکي امنیتي ځواکونو ته حیرانه شول چې د طالبانو مخه یې ونیوله او هغوی حتی په لویو ښارونو کې یو برید هم ونه کړ.

د نړیوال بحران د موسسې د کابل د برخې جګپوړی څیړونکی ګریم سمیت هم افغان ځواکونه ستایي او وایي:

« د افغانستان ملي امنیتي ځواکونو د انتخاباتو په ورځ ډير بریالی کار وکړ. له ټولو اړخونو، دوی خورا منظم وو، هغو سیمو ته ورغلل چې عادتا ترې دوی ستونزې لرلې او د دوی ثبات یې تهدیداوه. افغان ځواکونو بې اندازې کمال وکړ»

ګریم سمیت زیاته کړه چې دا دا مانا نه ورکوي چې شخړې یو مخ په افغانستان کې پای ته رسیدلې دي.

بل لور ته د افغانستان د چارو امریکایی څیړونکی اندریو وایلډر وایي، له تیرو دیرش کلونو راهیسې چې دی وخت په وخت د افغانستان حالات څاري د انتخاباتو په ورځ په کابل کې د افغان ځواکونو هڅې تر بل هر وخت پراخې وې او کله هم ده داسې هڅې نه وې لیدلې.

تر رایي ورکولو وروسته ګڼو افغانانو خپل ځواکونه ونازول. وایلډر وایي، ما یوه ډله ځوانان په کابل کې ولیدل چې ګیډۍ ګیډۍ ګلونه ورسره وو او پر پولیسو یې ویشل.

د افغانستان د چارو بل امریکایی څیړونکی بارنټ روبین چې له دوه زره نهمه تر دوه زره دیارلسم کلونو پورې د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې جګپوړی سلاکار و، وایي، طالبان به روان کال او راتلونکی کال خپل زور وازمویي خو څرنګه چې انتخابات وشول له دې سره د افغان ځواکونو مورال قوي شو او د طالبانو مورال ضعیف شو.
XS
SM
MD
LG