No media source currently available
د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو موسسه یا فیفا وايي، چې د شنبې ورځې د انتخاباتو په اړه دوي ته د زرګونو سرغړونو راپور ور رسیدلی. د دې موسسې مشر د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې دا سرغړاونې په بیلابیلو ولایتونو کې د فیفا د زرګونو څارونکو له خوا ثبت شوي دي.