د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۵

کوګلمن: که انتخابات بریالي هم شي، د افغانستان وضعیت له ثباته لرې دی


د امریکا چاپ دیپلومات خپرونې [The Diplomat] پر هغو څلورو دلیلونو غور کړی چې وايي، ان که انتخابات بریالي هم شي، د افغانستان وضعیت له ثباته لرې دی.

د مقالې لیکوال مایکل کوګلمن دا مني، چې د شنبې د ورځې د انتخاباتو بریالیتوب به په افغانستان کې د قدرت سوله ییز انتقال ته لاره پرانیزي.

په افغانستان کې نوې، مشروع او منتخبه رهبري ښايي افغانانو ته قناعت ورکړي چې له اداري فساده د پاک او موثر حکومت درلودل پرطالبانو غوره انتخاب دی.

په دې انتخاباتو کې به نوی رهبر، چې حامد کرزی نه نومیږي واک ته ورسیږي او غالبا، له واشنګټن سره دوه اړخیز امنیتي تړون به لاسلیک شي.

خو د دې ټولو خبرو سره، د مایکل کوګلمن په باور، دا ویل ګران دي چې د شنبې د ورځې انتخابات بریالي وو او ثبات ټینګولای شي.

د مایکل کوګلمن په وینا، وسله والو طالبانو د مارچ په میاشت کې اعلان وکړ، چې د انتخاباتو د تخریب لپاره به خپل ټول زور په کار اچوي.

د انتخاباتو کارکوونکو پر یو شمېرحکومتي چارواکو تور پورې کړ، چې د یوه کاندید په پلوي کمپاین کوي او په ځيني مرکزونو کې وویل شول، چې رایې ورکونکي مجبور شوی چې یوه ځانګړي کاندید ته رایه ورکړي.

دا خبرې د شنبې د ورځې په انتخاباتو کې د درغلیو او د افغانستان د امنیتي وضعیت د څرنګوالي په اړه د بې باوری نښې دي . خو د مایکل کوګلمن په وینا، ان که دا اندیښنې حقیقت هم نه وي، د تشویش وړ نور دلیلونه شته.

مایکل کوګلمن د [The Diplomat] خپرونې ته په مقاله کې پر څلورو عمده دلیلونو بحث کړي چې ان د انتخاباتو د بریالتیوب په صورت کې هم د افغانستان او ثبات ترمنځ د لوي واټن موجودیت څرګندولای شي.

اول) افغانستان د خپلو امنیتي ځواکونو د جوړښت او پیاوړتیا لپاره ډير کار ته اړتیا لري.

یو شمېر خوشبین کارپوهان فکر کوي، چې د افغانستان ملي امنیتي ځواکونو د انتخاباتو پر مهال ثباته کړه، چې د توقع تر حد زیات فعالیت کولای شي.

خو مایکل کوګلمن لیکي:

″په ۲۰۱۲ (م) کال کې یوې سروې څرګنده کړې وه، چې د افغانستان د ملي اردو تر نیمايي زیات عسکر په مخدرو موادو اخته دي.

تیرکال نږدې ۶۵ تنه چې د استخباراتو مامورینو وو، د مخدرو موادو د اعتیاد په خاطر له دندو وشړل شول.″

کوګلمن د نړېوالو سروې ګانو پراساس لیکي، چې د افغانستان د ملي اردو او پولیسو تر ۹۵ زیات پرسونل په عملي ډول بې سواد ګڼل کیږي او یوازې تیر کال د ملي اردو دیرش زره عسکر تښتیدلي دي.

د مایکل کوګلمن په لیکنه، دا ټولې خبرې دا اطمینان نه کمزوری کوي چې د افغانستان پوځ به د طالبانو د ماتولو توان ولري.

دوهم) د مایکل کوګلمن په وینا، په پاکستان کې د وسله والو تروریستانو ځالې لا هم خوندي او دروازې یې د طالبانو پر مخ پرانیستي دي.

دی وايي، په افغانستان کې د وسله والو طالبانو او حقاني شبکې په مشری تشدد په دې خاطر دوام لري چې د پاکستان په قبایلي سیمه، شمالي وزیرستان کې د هغوي ځالې خوندي دي.

د مایکل کوګلمن په لیکنه، پاکستان په خپله خاوره کې د طالبانو او حقاني شبکې ځالې د ستراتیژیکې وسلې په توګه خوندي ساتلې او په افغانستان کې د هند د نفوذ د پراختیا د مخنیوي لپاره یې کاروي.

پردې علاوه، د پاکستان حکومت پوهیږي چې په قبایلو کې د طالبانو د خوندي ځایونو د تخریب په صورت کې پرافغان طالبانو خپله برلاسي بایللای شي.

په دې صورت کې امکان شته چې طالبان د پاکستان د حکومت پر ضد شي او پر خپل ملاتړ کونکي حملې پيل کړي.

دریم ) د مایکل کوګلمن په باور، دا چې افغانستان لا هم د سیمې د وسله والو د جاذبې مرکز دی، په لنډ وخت کې د دې هېواد د ثبات د ټینګیدو په اړه شک پيدا کوي.

د لیکوال په وینا، یو شمېر پاکستاني څيړونکي باور لري چې په مارچ کې د پاکستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د اوربند تر موافقې وروسته به سل هاوو پنجابي وسله وال افغانستان ته تللي وي.

په دې کسانو کې د هند ضد جهادیانو په ګډون د مختلفو نظرونو خاوندان شامل دي.

په عین حال کې، د هند امنیتي چارواکي وايي، چې د هندي مجاهدینو د ډلې غړي د وسله والو طالبانو ترڅنګ د جنګیدو لپاره افغانستان ته ځي.

د ازبکستان اسلامي تحریک [Islamic Movement of Uzbekistan] له منځنۍ اسیا افغانستان ته تلونکو افراطي وسله والو سرچینه ده.

مایکل کوګلمن لیکي، مسکو د بیارغونې د يو شمیر پروژو په مرسته په افغانستان کې د خپل نفوذ د پراخولوهڅې کوي.
پداسې حالت کې د منځنۍ اسیا د هیوادو هغه وسله وال چې د مسکو پر ضد دي، افغانستان ته د تګ او هلته د جنګیدو دلیل لري.

څلورم) مایکل کوګلمن د امریکا د دپلومات خپرونې ته په مقاله کې وايې، یوازې طالبان او د هغوي متحدین د افغانستان د ثبات دښمنان نه دي.

د ده په لیکنه ، د طالبانو ضد ډلې هم په افغانستان کې د بې ثباتۍ یو عمده دلیل بلل کیدلای شي.

مایکل کوګلمن وايي، د افغانستان په زیاتو سیمو، په ځانګړي ډول شمال او غرب کې چې د طالبانو حضور کمزوری دی، ملیشه قوماندانانو د خلکو ترور او کړاو جاري ساتلی دی.

دا ملیشه قوماندانان ځوانان مجبوروي چې د وسله والو طالبانو پر ضد ورسره وجنګیږي، د خلکو ځمکې په زور نیسي او د کښتونو اوبه يې ځان ته اړوي.

مایکل کوګلمن لیکي، دا باید هیره نه شي چې د جمهوري ریاست لپاره تقریبا ټولو کاندیدانو یو پخوانی ملیشه قوماندان یا جنګ سالار تر بغل لاندې نیولی دی.

یو شمیر کارپوهان استدلال کوي چې د انتخاباتو په څير سیاسي پروسه کې برخه اخیستل څرګندوي چې پخواني قوماندانان او جنګ سالاران هم د سولې پلوي کوي.

خو مایکل کوګلمن لیکي، په وروستیو اونیو کې د اسمعیل خان او ډاکټر عبدالله دپلویانو په نښته کې ګڼ شمیر کسان ووژل شول.
XS
SM
MD
LG