د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۰

سعادت: ډیری شکایتونه د انتخاباتو کمیسیون د کارکوونکو په اړه دي


د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون وایي، ډیر داسې شکایتونه یې ثبت کړي، چې په انتخاباتي درغلیو او سرغړونو کې د انتخاباتو د کارکوونکو لاسوهنه څرګندوي.

دوی وایي، که دې شکایتونو ته په جدي ډول رسیده ګي ونه شي، د انتخاباتو شفافیت به تر پوښتنې لاندې راشي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون هم وایي، که د دوی په هر کارکوونکي د درغلیو تورونه ثابت شي، لویې څارنوالۍ ته به یې معرفي کړي.

د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون وایي، د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د کارکوونکو درغلۍ او سرغړونې په انتخاباتو کې ثبت کړي او زیاتوي، که ونه څیړل شي، د دې بهیر شفافیت به متاثره کړي.

د دې کمیسیون مشرعبدالستار سعادت د چهارشنبې په ورځ د انتخاباتو خپلواک کمیسیون له مشر سره په یوه ګډ خبري کانفرانس کې وویل، چې په انتخاباتو کې د درغلیو په اړه شوي شکایتونه به په جدیت وڅیړي:

″اوس ډیر ثبت شوي شکایتونه د انتخاباتو کمیسیون د کارکوونکو په اړه دي، د انتخاباتو کمیسیون مني چې د دوی کارکوونکو په ځینو برخو کې د رایو خوندیتوب ته کار نه دی کړی، خو دا ستونزه شته، دا چې د چا په هڅونه او تشویق دا کارونه شوی، دا به وروسته معلومه شي، خو اوس هیله کوم چې ښو نتیجو ته ورسیږو.″

د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون وایي، تر اوسه له دوی سره شپاړس سوه او دوه ۱۶۰۲ رسمي شکایتونه ثبت شوي، چې څه باندې ۷ سوه یې د انتخاباتو د کارکوونکو په اړه دي.

د افغانستان د ولسمشری او ولایتي شورا ګانو انتخابات تیره شنبې ترسره شول، چې څه باندې ۷ میلیونه افغانانو په کې ګډون وکړ.

د جمهوري ریاست د کاندیدانو ځینو څارونکو هم شکایت کړی، چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون یو شمېر کارکوونکو په درغلیو کې لاس درلود.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ریس احمد یوسف نورستاني بیا وویل، که چیرې د دوی په کوم کارکوونکي د درغلیو شکایتونه او تورونه ثابت شي، لویې څارنوالۍ ته به یې معرفي کړي:

″ما له اوله ویلي، چې که د انتخاباتو کوم کارکوونکی په غیر قانوني کار یا سرغړونه کې شامل یا تورن شي، موږ هغه څارنوالۍ ته معرفي کوو، دا د ټولو کمیشنرانو او کمیسیون قاطع تصمیم دی او عملي کوو یې هم.″

ټاکل شوې د افغانستان د انتخاباتو قسمي نتیجې په څو راتلونکو ورځو او ابتدایي نتیجې یې د ثور په څلورمه نیټه اعلان شي.

د انتخاباتو مسئولین وایي، چې دوی به په دقت باطلې رایې له اصلي رایو جدا کړي او د ثور په ۲۴ مه به ددې انتخاباتو نهایي نتیجې اعلان کړي.

راپور: اسدالله ″لودین″
XS
SM
MD
LG