د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۵

اسلام اباد: په سبزي منډيي کې چاودنې ٢٣ کسان ووژل


د پاکستان په پايتخت اسلام اباد کې چاودنه شوې، چې شاوخوا ٦٠ کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د اسلام اباد د امنيتي چارواکيو د وينا له مخې، د چهارشنبې په ورځ سهار اسلام اباد د "ايچ ١١" سيمې په سبزي منډيي کې چاودنه شوې، چې تر دې دمه پکې لږ تر لږه ٢٣ کسان وژل شوي او تر ٣٠ زيات ټپيان شوي دي.

د امنيتي چارواکيو په وينا، چاودنه د اسلام اباد د سبزي منډيي په "امرود منډيي" کې هغه مهال وشوه، چې په منډيي کې شاوخوا ٢٠٠٠ کسان موجود وو.

دوى وايي، چې د پېښې قربانيان يې د اسلام آباد او پېنډۍ بېلابېلو روغتونونو ته لېږدولي او په ډېرى روغتونونو کې يې اضطراري حالت اعلان کړى دى.

د اسلام اباد د "پمز" روغتون مسوول ډاکټر جاويد له رسنيو سره په خبرو کې وويل، چې نوموړي روغتون ته تر دې دمه ٣١ ټپيان ور وړل شوي ، چې په دوى کې د ځينو حالت د اندېښنې وړ دى:

" تر دې دمه زموږ روغتون ته ٢٣ مړي او تر ٣٠ زيات ټپيان راوړل شوي دي، چې په دوى کې د ځينو ټپيانو روغتيايي حالت نازک دى او ښايي د مړو شمېر پورته شي. ټپيانو ته د وينې اړتيا ته او موږ د اسلام اباد له اوسېدونکيو غوښتنه کوو، چې له ټپيانو سره د وينې مرسته وکړي."

د اسلام اباد د پوليسو مشر خالد خټک د پېښې په ځاى کې له رسنيو سره په خبرو کې وويل، چې چاودېدونکي مواد د ميوې په يوه پېټۍ کې ځاى پرځاى شوي وو:

" موږ خو تراوسه پورې په دقيقه توګه څه نشو ويلاى، خو زموږ لومړنۍ څېړنې ښيي، چې په چاودنه کې له له ٤_٥ کيلو چاودېدونکي مواد کارول شوي وو او په يوې پېټۍ کې ځاى پرځاى شوي وو او وروسته الوزول شوي دي."

خالد خټک وويل، چې پوليسو او پاکستاني پوځيانو د چاودنې وروسته سيمه محاصره کړې او چانيز عمليات يې پيل کړي دي.

د سيمې يو تن اوسېدونکي نه نوم و غږ نه خپرولو په شرط د ټليفوني تماس له لارې ازادي راډيو ته وويل: د چاودنې غږ دومره زورور و، چې د پېنډۍ او اسلام اباد تر ډېرو ليرو پرتو سيمو پورې واورېدل شو.

په اسلام اباد کې دا چاودنه په داسې حال کې شوې ده، چې د وسله والو پاکستاني طالبانو د ددې هېواد د حکومت ترمنځ د سولې خبرې اترې روانې دي او پاکستاني وسله والو طالبانو د مارچ مياشتې په لومړۍ نېټه له حکمت سره يو مياشتنى مؤقتي اوربند د روانې مياشت تر ١٠م نېټې پورې غځولى دى.

د پاکستان ولسشمر ممنون حسين، صدراعظم نواز شريف او د يو شمېر نورو سياسي او او مذهپي ګوندونو مشرانو د اسلام اباد چاودنه غندلې او دا يې د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې روانو خبرو اترو د سبوتاژولو سازش بللى دى.

د يادونې وړ ده، چې تر دې مه لا کومې وسله والې ډلې د اسلام اباد د چاودنې مسووليت نه دى منلى.
راپور: ذبيح شفق
XS
SM
MD
LG