د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۸

عبدالستار سیرت د سولې د ملي جبهې په نوم ګوند جوړوي


د افغان سیاستوال عبدالستار سیرت په مشرۍ یوه نوې جبهې چې ډیرژر به په رسمي توګه فعالیت پیل کړي؛ هیله وښوده چې نوی حکومت وکړای شي، په افغانستان کی سوله ټینګ کړی.

افغان سیاستوال عبدالستار سیرت ټینګار کوي چې د افغانستان نوی حکومت دې ترهرڅه دمخه د سولې پروسې بریا اوسیاسي روغې جوړې ته لومړیتوب ورکړي.

ښاغلی سیرت وایي چې، په هېواد کې د سولې او ثبات په موجودیت کې نور کارونه ترسره کېدی شي؛ نه په جنګ اونا امنیو کې.

عبدالستار سیرت د سې شنبی په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل؛ په افغانستان کې د روانو سیاسي، امنیتي، اقتصادي او نورو ستونزو د حل په هدف به ډیرژر د سولې د ملي جبهې په نوم جبهه هم فعاله کړي:

"موږ د دې لپاره نه یو راغلي چې، د سولې هڅې له چاڅخه واخلو. سوله د جنګ اړخونه نه شي ټینګولی، سوله د خلکو ملي حق دی؛ نو یو مرکز چې د ملي پراخې جبهې له خوا جوړیږي؛ کولی شي چې، سوله راولي.

د همدې له امله مو پرېکړه وکړه چې؛ خپل هېواد ته لاړشو او له خپلو خلکو سره د سولې لپاره هڅې پیل کړو."


ښاغلي سیرت د افغانستان لپاره د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو ترسره شوي انتخابات مهم وبلل او ویې ویل چې، دا په هېواد کې د سیاسي واک د انتقال لپاره تر ټولو غوره لاره ده.

ده تمه وښوده چې، د افغانستان د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو نتایج له هرډول ستونزو او درغلیو پرته په وخت سره اعلان شي.

افغان سیاسي څیړونکی عبدالستار سیرت چې له څوکلونو راهیسې له افغانستان څخه بهر ژوند کوي؛ وایي چې، په افغانستان کې اوسمهال سوله نشته او ملي یووالی کمزوری دی.

د ښاغلي سیرت په خبره، په هېواد کې که هر دولتي او یا غیردولتي ارګان د سولې او ملي یووالي لپاره هڅې کوي؛ د سولې ملي جبهبه به یې ملاتړ وکړي.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG