د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۸

ایزدیار: انتخاباتي شکایتونه دې په بې پرې ډول وڅیړل شي


د افغانستان د مشرانو جرګې غړي د انتخاباتي شکایتو او د انتخاباتو له کمېسیونونو غواړي چې ورسېدلي شکایتونو دې په بې پرې توګه په دقیقه وڅیړي.

د انتخاباتي شکایتو کمېسیون وايي، چې د شنبې د ورځې د انتخاباتو په اړه څه باندې درې زره شکایتونه ورسېدلي دي.

د مشرانو جرګې غړو او اداري پلاوي د شنبې د ورځې انتخابات وستایل خو له اړوندو کمیسیونونو یې وغوښتل چې په دې انتخاباتو کې شوي شکایتونه دې په جدي توګه وڅيړي.

د مشرانو جرګې د سې شنبې د ورځې په عمومي غونډه کې په تیرو انتخابات بحث وشو.

د دې جرګې مرستیال محمد علم ایزد یار، چې د غونډې مشري یې کوله وویل، په بې پرې ډول د شکایتونو څیړل د انتخاباتو په نتایجو باندې مثبت تاثیر اچوي:

″هیله مې دا ده چې د انتخاباتي شکایتونو او د انتخاباتو کمېسیونونه د ورسېدلي شکایتونه بهیر په سمه توګه وڅیړي د شکایتونو په سمه توګه څیړل په انتخاباتو باندې د خلکو باور او اعتماد زیاتوي.″

د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي، چې تر نن ورځې پورې له دوي سره څه باندې درې زره شکایتونه ور رسیدلي دي، چې پنځلس سوه یې رسمي او نورې ټلیفوني اطلاع ګانې دي.

د دې کمېسیون رییس عبدالستار سعادت تېره ورځ د جمهوري ریاست او د ولایتي شورا له یو شمېر کاندیدانو سره په غونډه کې دوی ته ډاډ ورکړی چې له کمېسیون سره ثبت شوي شکایتونه به په دقیقه توګه وڅیړي.ښاغلي سعادت وویل:

″موږ دوی ته له خپله ادرسه اطمینان او ډاډ ورکوو، هغه قانوني سرغړونې چې شوي دي دغه مساله په عادلانه توګه څیړو.″


ښاغلي سعادت زیاته کړه، چې د خپل کار پایلې به په یوه میاشت کې اعلان کړي.

د مشرانوجرګې غړیو د جمهوري ریاست له کاندیدانو څخه هم غوښتنه وکړه، چې د رسمي نتایجو له اعلان وړاندې په ټولیزو رسینو په ځانګړې توګه په فیسبوک کې له تبلیغ کولو نه ډډه وکړي.سناتور نثار حارث وویل:

″د جمهوري ریاست یو شمېر کاندیدانو په فیسبوک کې داسې کمپاینونه کوي چې ګواکې فلاني کاندید دومره او فلاني دومره رایې وړې دي، زه د مشرانو جرګې په استازیتوب په دوی باندې غږ کوم چې فیسبوکي کمپایونو د انتخاباتو له قانون سره سم پای ته ورسوي.″

تردې مخکې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور هم له ازادي راډیو سره په مرکې کې له ټولو کاندیدانو او رسنیو غوښتي و چې په خپل سر د انتخابات د نتایجو له خپرولو ډډه وکړي.

د افغانستان د جمهوري ریاست او ولايتي شوراګ د شنبې د روځې انتخابات د افغانانو اونړیوالو له خوا له تاوده هرکلي سره مخ شول.

د انتخاباتو کمېسیون چارواکي وايي، چې انتخاباتو کې څه باندې اوومیلیونو په شرایطو برابرو کسانو برخه واخیسته چې ۳۷ فیصده یې ښځو جوړوله.

د دې کمېسیون چارواکي وايي چې دانتخاباتو لومړني نتایج به د ثور په څلوره او وروستۍ هغه به یې په څلور ویشتمه اعلان کړي.

راپور: رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG