د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۷

د اوکراین په ډونیڅک کې روسي پلویانو ولسي جمهوریت اعلان کړ


د اوکراین په ډونیڅک کې روسي پلویانو ولسي جمهوریت اعلان کړ
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:40 0:00

د اوکراین په ډونیڅک کې روسي پلوو فعالانو چې دغلته یې د سیمه ییز حکومت ودانۍ لاندې کړې ده؛ په دې سیمه کې د” ولسي جمهوریت “ اعلان کړی. دې فعالاتو همدارنګه ویلي دي چې له روسیې سره د اوکراین د ختیځې سیمې د یو ځای کیدو په اړه به ټولپوښتنه ترسره کړي. بل خوا د اوکراین سرپرست ولسمشر الکساندر تورچینوف مسکو ملامته کړې دی چې د اوکراین د ختیځ په نارامیو کې لاس لري. نوموړې د دوشنبې په ورځ په یوه تلویزوني وینا کې وویل دا نا ارامۍ د اوکراین خلاف د روسیې د ځانګړو عملیاتو دویمه څپه ده. د اوکراین امنیتي چارواکي ډونیڅک او همدارنګه نورو ختیځو ښارونو لوهانسک او خارکیف ته استول شوي. په دې ښارونو کې هم د یکشنبې د ورځې راهیسې روسي پلوو مظاهره چیانو حکومتي ودانۍ نیولې دي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت کییف ته ویلي چې په اوکراین کې د پېښو له کبله دې روسیې ته ګوته نیول بس کړي.

XS
SM
MD
LG