د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۸

د رایې ورکولو پروسه تر پنځو بجو وغزول شوه


د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د رایې ورکولو پروسه د یوه بل ساعت لپاره هم وغځوله.

د دې کمیسیون رییس یوسف نورستاني نن په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې د مازدیګر ترپنځو بجو چې څوک ځان د رایې ورکولو مرکز ته ورسوي رایه ورکولای شي.

ښاغلي نورستاني وویل، چې په ځینو مرکزونو راکټي حملې شوي دي.

هغه وویل، چې د دې حملو له امله ځیني مرکزونه د نیم یا یوساعت لپاره تړلي و، چې بیرته پرانیستل شول.

هغه ویل، چې ترغرمې پورې په امنیتي پیښو کې یوازې یو کس وژل شوی او د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون څلورکارکوونکي ټپيان دي.

ښاغلي نورستاني تایید کړه، چې په ځینو مرکزونو کې د رایې پاڼې خلاصې شوې وې چې نورې پاڼې ورلیږل شوي دي.

د ښاغلي نورستاني په وینا په ټول هېواد کې د رایې ورکولو شپږ زرو دوه سوه دولس مرکزونه پرانستي دي.

د نوموړي په وینا دوه سوو یولس یې د ناامنیو له امله تړلي پاتې شول.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون رییس له امنیتي ارګانونو مننه وکړه، چې د دې پروسې امنیت یې ټینګ ګړی و.

نورستاني وویل، چې تر اوسه په هیڅ کوم مرکز کې چاودنه یا داسې حمله نه ده شوې چې خلکو ته دې درنه مرګ ژوبله واړوي.
XS
SM
MD
LG