د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۹

خوست: په ځینو حوزو کې د موادو کمښت شته


په خوست کې د ټاکنو په ورځ سهار وختي خلک ډلې، ډلې د رايې اچونې مرکزونو ته راووتل او د مرکزونو تر پرانیستل کیدو وړاندې د رایې اچونې مرکزونو ته په لیکو کې ولاړ ول، په دا ځل ټاکنو کې خلک د یوې ځانګړې لیوالتیا له مخې برخه اخلي او په ډاډه زړه غواړي، د یو مثبت بدلونه له پاره خپلې رايې وکاروي.

د خوست ولایت ملکي او پوځي چاوراکي د یو ډله مشرانو او د مدني ټولنې فعالانو سره په ګډه د سهار په اونیمو بجو د خوست والي استوګنځي ته نږدې رایې اچونې مرکز ته ورغلل او هلته يې خپلې رایې وکارولې.

د خوست ښار په کوڅو او سړکونو همدارنګه اطرافي سیمو کې د افغان امنیتي ځواکونو له خوا کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي او په سړکونو کې د تېرو ټاکنو خلاف د خلکو ګڼه ګوڼه زخته زیاته ده.

خوست ولایت چارواکي وايي، چې ټولو ۱۸۶ ټاکنیزو حوزو ته يې د رایې اچونې لازم لوژستیکي مواد لیږدولي دي، خو د خوست د باک، د تڼیو د حاجي پیربادشاه او نیک محمد ښوونځي څخه یو شمېر خلکو مشال راډیو ته د تلیفون پر لیکه وویل، چې دوی د لوژستیکو موادو د کمبود ستونزه لري.

په هغه حوزه کې چې په خپله خوست والي په کې رایه وکاروله، هلته هم د پنځو مرکزونو څخه په دوو کې اول سهار د ټاکنو له پاره د موادو د کموالۍ ستونزه موجوده وه.

خوست والي عبدالجبار نعیمي د رايې اچونې پرمهال مشال راډیو سره په خبرو کې پر خلکو غږ وکړ، چې په دې ټاکنو کې دې ځکه ګډون وکړي، چې په لومړي ځل په دې هېواد کې د ولسواکۍ او منتخب نظام د رامنځته کولو له لارې د قدرت سیاسي لېږد ترسره کیږي:

"زه امیدوار یم زموږ ټول هغه ولس چې د رایې اچونې د شرایطو سره برابر وي، خپلې رایې به وکاروي، موږ هم نن په خوست کې د رایې ورکوونې له پاره دې حوزې ته راغلي یو، خپله مې هم رایه وکاروله، زه امیدواره یم چې زموږ په هېواد کې دا د ولسواکۍ پروسه په ښه او شفافه توګه ترسره شي."

خوست امنیه قوماندان سمونوال فیض الله غیرت مشال راډیو ته د ښار په یو ټاکنیزه حوزه کې د خبرو پر مهال د نوموړي ولایت په ټولو سیمو کې د کلکو امنیتي تدابیرو خبره وکړه:

"د امنیت په برخه کې به د امنیتي مسوول په توګه تاسو ته دومره ووایم، چې په ۱۸۶ حوزو او ۵۸۹ سایټونو ته مو د ټاکنو ټول ضروري لوازم رسولي دي، د هغوی امنیت مو مشترکاً تامین کړی دی، ملي اردو، ملي پولیس او ملي امنیت په ګډه د دې پروسې امنیت ساتي، خلک کولای شي په سوله ییزو شرایطو کې خپلې نږدې حوزه کې خپل د خوښې وړ نوماند ته کارولی شي."

په خوست کې یو شمير قومي مشرانو او دیني عالمانو هم په یو شمېر ټاکنیزو حوزو کې مشال راډیو سره په خبرو کې په دې پروسه خوښي څرګنده کړه او له خلکو يې وغوښتل، چې خپلې رایې وکاروي او خپل امانت په صحیح توګه اهل کسانو ته وسپاري.

بل خوا د خوست د یو شمېر ولسوالیو ولسوالانو او مسوولینو هم په یادو سیمو کې ټاکنو ته د پوره تیاریو خبره وکړه او ویې ویل، چې تر اوسه له کوم ډول ستونزې سره نه دي مخامخ شوي.

د صبریو ولسوال زرمعید مخلص، د دوه منده شمل ولسوال سیداحمد وفا، د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوال یونس ځدراڼ، د ګربزو ولسوال محمد اکبر ځدراڼ، د تڼیو ولسوال جاویدجوشان هم مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، چې په ټاکنو کې د خلکو لیوالتیا زیاته ده او د دوی په اړوندو سیمو کې له کومو څرګندو ستونزو او تهدیدونو سره نه دې مخامخ شوي.

همدرانګه د پکتیکا ولایت مطبوعاتي مسوول مخلص افغان مشال راډیو سره په خبرو کې نن د شنبې په ورځ وویل، چې د پکتیکا ولایت ټول ۲۶۶ د رایې اچونې مرکزونه په یاد ولایت کې د رایه اچونکو پر مخ خلاص دي او اوسنیو ټاکنو ته ۶۵زره کسانو نوې نوملیکنه کړې، چې نیمايي يې ښځې دي.

د ده په خبره کوم امنیتي تهدید نه ویني ولې بیا هم دوی ریزرف امنیتي قوتونه برابر کړي، چې د ممکنه امنیتي تهدیدونو مخه ونیسي، د هغوی په وینا د پکتیکا په بیلابیلو سیمو کې يې یو شمېر ګرځنده روغتیايي ټیمونه او سیار امبولانسونه هم توظیف کړي تر څو د اړتیا په صورت کې بیړنۍ روغتيايي مرستې ورسوي.

بل خوا د دولت وسلوالو مخالفینو هم ګواښ کړی، چې د دې ټاکنو د ترسره کیدو مخه به نیسي، د شنبې په ورځ طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د ټلیفون پر لیکه د مشال راډیو د خوست سیمه ییز خبریال ته وویل، چې دوی د خوست په موساخېلو، علیشیرو او اسماعیل خېلو ولسوالیو کې یو شمېر د رایې اچونې مرکزونه تړلي دي.

خو په دې اړه تر اوسه کومي رسمي حکومتي سرچینې رسنیو ته څه نه دي ویلي او نه هم ځايي خلکو په دې اړه مشال راډیو ته څه څرګندونې کړي دي.

د شنبې ورځې د ټاکنو په باب وروستي جزئیات دادي، چې شیبه په شیبه په ټاکنیزو حوزو کې د خلکو ګڼه ګوڼه ډیریږي، همدا شیبه د خوست د ښار په حوزو کې د خلکو لیکې جوړې شوي او غواړي خپلې رايې وکاروي.

نجیب الله الوخېل
XS
SM
MD
LG