د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۱

د افغان انتخاباتو په اړه د پاکستانیو ورځپاڼو تبصرې


يو شمېر پاکستاني مطبوعاتو نن د افغانستان د ولسمشريزو او ولايتي شوراګانو د انتخاباتو په اړه بېلابېل مطالب خپاره کړي دي:

مشرق:

د پاکستان له ګڼو ښارونو خپرېدونکې اردو ورځپاڼه "مشرق" د افغانستان د انتخاباتو په اړه په خپاره کړي راپور کې وايي، چې نن به افغانان د راتلونکيو پېنځو کلونو لپاره خپل نوى ولسشمر وټاکي.

ورځپاڼه ليکي، " که څه هم نن به په ټول افغانستان کې د سختو امنيتي تدابيرو په ترڅ کې انتخابات ترسره شي، خو سره له دې هم په انتخاباتو کې د درغلۍ وېره موجوده ده او ښايي درغلي وشي."

ورځپاڼه همداراز ليکي، چې پاکستان په افغانستان کې د انتخاباتو له امله په پوله امنيتي سخت کړى دى او د غېر قانوني تګ راتګ مخه يې نيولې ده.

ايکسپريس:

د پاکستان ايکسپريس ورځپاڼې بيا په افغانستان د انتخاباتو په اړه په خپاره کړي راپور کې د پاکستاني پوځ د عامه اړيکيو د دفتر د مسوولينو په حواله ليکلي دي:

" پاکستاني پوځ د افغانستان د انتخاباتو پرمهال له دې هېواد سره په جنګېدلې شاوخوا ٢٦٤٠ کيلومتره پوله ډېرى پاکستاني سرتېري ځاى پرځاى کړي دي او يواځې هغو خلکو ته اجازه ورکول کېږي، چې پاکستان ته د راتلو او يا افغانستان ته د تلو قانوني اسناد ولري."

اج:

د پاکستان يوې بلې اردو ورځپاڼې اج د افغانستان د انتخاباتو په اړه په خپاره کړاى شوي راپور کې ويلي دي:

" نن په افغانستان کې د ولسمشريزو او ولايتي شوراګانو ټاکنې ترسره کېږي. په نننيو ټاکنو کې د افغانستان د ولايتي شوراګانو لپاره د ٣٠٨ ښځينه وو کانديدانو په ګډون ٢٧٠٠ کانديدان برخه اخلي او شاوخوا ١ اعشاريه ١ ميليون خلک به د سختو امنيتي تدابيرو کې د رايې اچونو مرکزونو ته لاړ شي."

نئي بات:

د پاکستان له بېلابېلو ښارونو خپرېدونکې اردو ورځپاڼه نئي بات هم د افغانستان د انتخاباتو په اړه راپور کړى دى.

دې ورځپاڼې د اوسنيو انتخاباتو کې د ښځو ونډې ته کتنه کړې او دا يې د افغانستان په تاريخ کې بې ساري انتخابات بللي دي.

ورځپانې د افغان ولسمشر حامد کرزي خبرو ته په اشاره ويلي دي، چې افغان ولس به د انتخاباتو نتيجې ومني او د هېواد په بيارغونه کې به ونډه واخلي.

ايکسپريس ټريبيون:

له پاکستانه خپرېدونکې انګريزي ورځپاڼې ايکسپريس ټريبيون د افغانستان د انتخاباتو په اړه په خپاره کړى شوي راپور کې وايي: " نن به افغان ولس د طالبانو پر ګواښونو سربېره د خپل نوي ولسمشر د ټاکنې لپاره د رايې اچونې مرکزونو ته لاړ شي او له سوله ييزې لارې د واک په انتقال کې به مرسته وکړي."

راپور ليکي، چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت تر نسکورېدو وروسته دا انتخابات د ډېر اهميت وړ دي او افغانان به وکولاى شي، چې له دې لارې د خپل هېواد د بيارغونې لارې لارې پرانېزي.

راپور: ذبيح شفق
XS
SM
MD
LG