د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۲

حامد کرزی: خلک دې له خطرونو سره سره رایه ورکړي


په افغانستان کې د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو له پیلیدو سره سم ولسمشر حامد کرزی په کابل کې د اماني په لیسې کې خپله رایه ورکړه.

په دې لیسې کې د رایې ورکولو مرکز ته له ولسمشر سره د هغه لومړی مرستیال یونس قانوني، د کابنیې ځیني غړي او یو شمېرجګپوړي چارواکي هم ورغلي و.

د رایې له ورکولو وروسته ولسمشرکرزي دغه انتخابات د افغانستان د ثبات لپاره مهم وبلل.

ښاغلي کرزي له خلکو وغوښتل، چې د مخالفینو له ګواښونو سره سره رایه ورکړي:

″د افغانستان له خلکو هیله لرم، چې یو ځلي بیا له باران او یخنۍ سره سره او له هغو ګواښونو سره سره چې د افغانستان د دښمنانو له خوا کیږي، دباندې راووځي او د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو په انتخاباتو کې د خپلې خوښې کاندید ته رایه ورکړي.″

د ولسمشر لومړي مرستیال یونس قانوني د رایې له ورکولو وروسته خبریالانو ته وویل:

″زه فکر کوم چې په انتخاباتو کې د ګډون له لارې کولای شو چې خپله دیني وجیبه او هم دیني رسالت پر ځای کړو. هیله من یم چې ټول ګران هیواد وال له ویرې پرته او اوازو، تبلیغاتو او ګواښونوته له توجه پرته د خپل ځان، هیواد او خپلو بچو برخلیک وټاکي.″

ټاکل شوې، چې د رایې ورکولو پروسه د مازدیګر تر څلورو بجو دوام وکړي.
XS
SM
MD
LG