د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۸

په افغانستان کې ولسمشریز او د ولایتي شورا انتخابات پیل شول


په افغانستان کې د جمهور ریاست او ولایتي شوراګانو انتخابات پیل شول.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون رییس یوسف نورستانی د کابل د حبیبې په لیسې کې د رایې ورکولو مرکز ته ولاړ او هلته یې رسماً دغه پروسه پیل کړه.

ښاغلي نورستاني له خلکو وغوښتل، چې له موجودو ستونزو سره سره د رایې مرکزونو ته ولاړ شي:

″له خپلو ټولو شریفو خلکوغواړم، چې د هوا له موجودو ستونزو سره چې د هېواد په ځینو سیمو کې د باران اټکل شوی دی او ښايي هوا سمه برابره نه وي، له کوره راووځي او رایه ورکړي.″

ښاغلي نورستاني وویل، چې په دې انتخاباتو کې له دوه رنګو کار اخیستل کیږي.

په دې کې یو رنګ په سترګو نه لیدل کیږي او د یوې خاصې الې په وسیله یې د رایې ورکولو د مرکزونو کارکوونکي معلومولای شي.

ټاکل شوې، چې د رایې ورکولو مرکزونه د سهار له اوو بجو د مازدیګر ترڅلورو بجو پرانیستي پاتې وي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون چارواکي وايي، چې هرڅوک له څلورو بجو نه مخکې د رایې ورکولو په لاین کې ودریږي، د رایې ورکولو فرصت به ورکړل شي.

خلک به له اتو کاندیدانو څخه یو تن د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د خپل ولسمشر په توګه وټاکي.

دا به د افغانستان په تاریخ کې لومړی ځل وي چې یو ولسمشر د خلکو د رایو په اساس په سوله یېزه توګه بل ولسمشر ته واک سپاري.
XS
SM
MD
LG