د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۵

په افغانستان کې په لومړي ځل سیاسي قدرت په ډموکراتیک ډول انتقالیږي


افغانان نن په داسې انتخاباتو کې رایي ورکوي، چې د لومړي ځل لپاره په کې د افغانستان په تاریخ کې سیاسي قدرت په ډموکراتیک ډول انتقالیږي.

له انتخاباتو څخه یوه ورځ مخکې یعنې د جمعې په ورځ یوه افغان پولیس په دوو بهرنیو ښځینه ژورنالیستانو ډزې وکړې او افغانانو ته یي سخت ټکان ورکړ.

د خوست ولایت په حملې کې د جرمني عکاسه ژورنالیسته انیا نیدرنګهاوس چې د ژورنالیستۍ جایزه یي هم ګټلې وه ووژل شوه او بله ژورنابیسته کېتې ګینون ټپي شوه.

جمهور رئیس حامد کرزي په دغو ژورنالیستانو باندې وژونکې حمله سخته غندلې او د تحقیقاتو امر یي ورکړی دی.

فهیم دیمیر چې د بوسنیا هرڅه ګووینا عکاسه ژورنالیسته ده له وژل شوي ژورنالیستي سره یي په سرییفو، کوسوفو، الانیا او عراق کې کار کړی د نوموړي په اړه وایي:

″هغې داسې کار کاوه، چې تا به ویل په بوسنیا کې زیږیدلې ده. هغې غوښتل له خلکو سره نه یوازې د مسلکي ژورنالیستي په توګه، بلکه له بېلابېلو لارو مرسته وکړي.

د هغې بشري حس ډیر قوي و. هغې غوښتل ښه کارونه وکړي او له خلکو سره مرسته وکړي. هغې له روغتونونو او ادارو سره مرسته کوله. هغې د موادو د مرستو په تنظیم کې مرسته کوله.″

له دغې پیښې سره سره، افغان چارواکو د انتخاباتو او رایو په جریان کې د امنیت ډاډ ورکړی او د انتخاباتو د امنیت په مقصد شاوخوا دري لکه او پنځوس زره افغان امنیتي ځواکونه ځاي پرځای شوي دي.

د کابل د پولیسو یو قوماندان عطا محمد وایي، چې په کابل کې پوره امنیتي تدابیر نیول شوي دي:

″موږ د خپلو خلکو د امنیت په مقصد د کابل ښار شاوخوا ته پوستې جوړې کړې او د انتخاباتو په ورځ زمونږ خلک کولاي شي په آرامه فضا کې رایي ورکړي.″

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د ارقامو له مخې ۱۲ میلونه کسان په انتخاباتو کې د رایو ورکولو واجد دي.

ټاکل شوې چې شاوخوا دوه زره څارونکي به د انتخاباتو څارنه کوي.
XS
SM
MD
LG