د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۵

د زابل، غزني او ميدان وردګو په زياتو ساحو کې خلک د رايې ورکولو مرکزونو ته ځي


په زابل، غزني او ميدان وردګو ولايتونو کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون ولايتي څانګې وايي، د دغو ولايتونو په زياتو ولسواليو کې د رايې ورکولو مرکزونه پرانيستي دي او خلک کولای شي، هلته په ډاډه زړه رايه ورکړي. دوی وايي، تر دې وړاندې د ناامنيو څه ناڅه اندېښنې وې، خو اوس هغه هم نشته.

زابل، غزنی او ميدان وردګ د افغانستان له نسبتآ ناارامو ولايتونو څخه دي، چې په تېره څه موده کې ورڅخه پرله پسې د ناامنيو راپورونه ورکول کېدل، خو نن يې په زياتو ولسواليو کې د رايې ورکولو مرکزونه پرانستي او خلک کولای شي هلته په ډاډه زړه د خپلې خوښې کانديد ته رايه ورکړي.

په دغو ولايتونو کې تر ډېرې اندازې پورې سيمه‌ييزو پوليسو د وسله والو زور اوبه کړی دی.

زابل د ډېورنډ کرښې پر غاړه پروت ولايت دی چې يوولس اداري واحدونه لري، د نفوسو شمېر يې د درې سوه زره تنه په شاو خوا کې دی چې شاو خوا يو سل او پنځه څلوېښت زره يې ښځې دي.

په مرکز قلات کې يې نن د رايې ورکولو پنځلس مرکزونه پرانيستي دي، خو په ولسواليو کې يې بيا داسې ولسوالي نشته چې يو يا دوه مرکزونه دې پکې د بېلابېلو په ستونزو په اساس نه وي تړل شوي.

په دغه ولايت کې د ټاکنو د کمېسيون مشر هاشم درانی وايي، په لومړي سر کې په زابل کې د رايې ورکولو لپاره يو اتيا مرکزونه جوړېدل، خو وايي، وروسته د ځينو ستونزو په اساس دغه شمېره اووه څلوېښتو ته راټيټه شوه.

دی په دې باور دی چې د ولسمشرۍ د تېرو ټاکنو په پرتله به، اوسنۍ هغې هم خوندي او رڼې وشي.

"موږ په زابل کې يو اتيا مرکزونه لرو، خو د امنيتي ځواکونو د وروستۍ ارزيابي په پايله کې دغه شمېره راټيته شوه. اوس اووه څلوېښت مرکزونه فعال لرو."

زابل ته څېرمه پروت غزنی ټول‌ټال نولس اداري واحدونه لري، د وګړو شمېر يې شاو خوا دوولس سوه زرو ته رسېږي چې شاو خوا اووه سوه زره يې نارينه دي.

د دغه ولايت ناوه ولسوالۍ په بشپړه توګه سقوط ده او خلک يې نه شي کولای په ټاکنو کې برخه واخلي، خو اجرستان، ګېرو، زنخان او خوګياڼي د ناوې په پرتله ښه دي، ځکه په ځينو کې يې د رايې ورکولو يو او په ځينو کې يې دوه مرکزونه پرانيستي دي.

په دغه ولايت کې د ټاکنو د کمېسيون مشر شاه جهان سرداري وايي، په لومړي سر کې په دغه ولايت د رايې ورکولو درې سوه پنځه اتيا مرکزونه جوړېدل، خو وروسته پرېکړه وشوه چې شپېته به يې نه پرانيستل کېږي.

په دغو مرکزونو کې ناوه نه ده شامله ده.

"په غزني کې درې سوه او پنځه اتيا مرکزونه وو، خو مرکزي دفتر شپېته مرکزونه بند کړل. اوس به په درې سوه پنځه ويشتو مرکزونو کې انتخابات کېږي چې مواد يې ورلېږل شوي دي."

ميدان وردګ په په غزني پسې سريښ او د کابل ګاونډی ولايت دی چې نهه اداري واحدونه لري.

د دغه ولايت د وګړو شمېر شاو خوا پنځه سوه اتيا زره کسانو ته رسېږي چې د دوه سوه او دواتيا زره په شاو خوا کې يې ښځې دي.

که څه هم داسې فکر کېږي چې په دغه ولايت کې به هم د رايې ورکولو ځينو مرکزونه تړلې وي، خو په حيرانوونکې توګه دلته د رايې ورکولو هيڅ مرکز نه دی تړل شوی.

د ميدان وردګو د ټاکنو په دفتر کې د بهرنيو اړيکو مسوول منصور جمالزی وايي، په دغه ولايت کې د رايې ورکولو يو سل او شپېته مرکزونه پرانيستي دي.

دی وايي، ولسواليو ته پر لاره ځينې ستونزې وې، چې افغان ملي ځواکونه ختمې کړې.

"موږ يو سل او شپېته مرکزونه لرو چې درې سوه نهه اتيا محله کېږي، يو هم نه دی تړل شوی، ټول خلاص دي. په لارو کې وړې وړې ستونزې وې چې ختمې کړل شوې او ټولو مرکزونو ته د ټاکنو مواد ولېږدول شول."

نن په زابل کې ښځې په څلور اتيا محلونو او نارينه په يو سل او دوه اتيا محلونو کې رايه ورکولای شي، په غزني کې بيا د نارينه‌وو لپاره اووه سوه شپږ او د ښځو لپاره څلور سوه يو نوي محلونه پرانيستي دي او په ميدان وردګو کې بيا د ښځو لپاره يو سل او اته شپېته او د نارينه‌وو لپاره دوه سوه يوويشت محلونه جوړ شوي دي.

سيدشاه سقيم
XS
SM
MD
LG