د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۰

"د افغانستان په شمال ختيځ کې د خلکو ژوند جنګ سالارانو ترېخ کړی"


د افغانستان د نورو سيمو په پرتله چيرته چې وسله وال زياتره وخت بريدونه او چاودنې کوي، پروان او کاپیسا کې امنیت او ثبات نسبتا ښه دی.

طالبان دلته قوي حضور نه لري.‎خو د دې سره سره د دې ولايتونو ځيني اوسيدونکي وايي، چې دوی به د حمل په شپاړسمه انتخاباتو کې رايه نه اچوي ځکه چې دوی دغلته له جنګ سالارانو ويريږي.

طالبانو ښکاره ويلي، چې انتخابات به ګډوډوي خو په کاپیسا او پروان ولايتونو کې جنګ سالارانو د جمهوري رياست او ولايتي ‌شوراګانو په انتخاباتو کې د نه ګډون په اړه خلکو ته کوم ښکاره اخطار نه دی ورکړی.

دوی خلکو ته وايي، چې رايې وکاروئ خو يوازې هغه کانديدانو ته چې د دې جنګ سالارانو خوښ دي.

د کاپیسا د کوه بند ولسوالۍ يو اوسيدونکی وايي، جنګ سالاران د مختلفو کانديدانو ملاتړ کوي:

″ځيني وسله والې ډلې وايي، چې موږ دې دغه يا هغه کانديد ته رایه ورکړو. هغه خلک چې د دوی په سيمو کې اوسيږي، د دې جنګ سالارانو د خوښې کانديدانو ته له رايو ورکولو پرته کومه چاره نه لري. د طالب وسله والو او دوی ترمنځ‌ هيڅ فرق نشته.″


د کوه بند ولسوالۍ خلک تور لګوي، چې دوه مخالف جنګ سالاران، ګل ناظيم او ضابط وکيل په خلکو کې ويره خپره کړې.

د کاپيسا والي ‌وياند محراب الدين ساپی مني، چې دغه جنګ سالاران غير قانوني وسله والې ډلې لري خو ژمنه کوي، چې چارواکي به خپل پوره وس وکړي، چې رايه اچونه کې د دې خلکو د مداخلې مخنيوی وکړي.

هلته په پروان ولايت کې ځايي اوسيدونکی وايي، ‌جنګ سالاران د جمهوري رياست له انتخاباتو سره دومره علاقه نه لري او غواړي ولايتي شورا ته يې د خوښې کانديدان راشي.‌

د پروان يو شل کلن اوسيدونکی، چې نه غواړي‌ نوم يې واخيستل شي وايي‌، ډيرکليوال يې د قوماندان نصرالدين په نامه يو جنګ سالار تر کنټرول لاندي دي.

‌د هغه په وينا قوماندان نصرالدين پرخلکو زور راوړي چې د ولايتي شورا د يو مشخص کانديد غونډې ته ورشي او هغه د ځينو نورو کانديدانو پرغونډو بريدونه کړي او ګډوډې يې کړي يې دي:

″زه د اشابه کلي ته نژدې د يوې حملې عيني شاهد يم. زه او زما پلار په موټر کې روان وو، چې د نصرالدين خلکو د مخالفه کانديد د کمپاين يو سړی واهه.

زما پلار غوښتل چې مداخله وکړي خو قوماندان نصرالدين راته وويل. دلته زما واک دی. زه په دې ځای کې هم حکومت يم او هم طالبان او ملي‌ امنيت!. ته دلته هيڅوک کمپاين ته نه شي راوستلی. دې ځای کې به يوازې يو کانديد او يو کمپاين وي.″


د پروان دا اوسيدونکی زياتوي، چې په داسې حالاتو کې د رايې ورکول مانا نه لري نو ځکه به رايه نه استعمالوي. د هغه په وينا دا انتخابات عادلانه نه دي.‌

خو د پروان والي عبدالبصير سالنګي دا ردوي چې ځايي جنګ سالاران انتخاباتو ته کوم خطر پيښوي. هغه وايي:

″هر څه زموږ تر کنټرول لاندې دي. موږ به هيچا ته اجازه ورنه کړو، چې رايه ورکونکو ته دا اخطار ورکړي چې د هغه د خوښې کانديد ته رايه ورکړئ″.

د ځايي جنګ سالارانو ترڅنګ د پروان او کاپيسا اوسيدونکي له يوې بلې ستونزې هم شکايت لري. دوی وايي که څه هم د کمپاينونو وخت په رسمي توګه ختم شوی خو لا هم د کانديدانو پوسټرونه په کوڅو او تعميرونو ښکاري.او ځينو خو يې په ترافيکي اشارو خپل پوسټرونه لګولي.
XS
SM
MD
LG