د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۹

سعادت: دوو کاندیدانو د سکوت په دور کې هم کمپاینونه کړي


د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي، د جمهوري ریاست دوو تنو کاندیدانو د انتخاباتو د قانون خلاف د سکوت په دور کې هم کمپاینونه کړي.

دې کمېسیون د ډاکټر زلمي رسول او ډاکټرعبدالله عبدالله په خلاف شکایتونه ثبت کړي.

چارواکي وايي، چې یادو کاندیدانو په ټولیزو رسنیو کې او همدارنګه په ځینو مخابراتي شبکو کې د کمپایني پیغامونه لېږلي.

ولې د دغو کاندیدانو استازو په دوی لږېدلي تورنه ردوي؟

د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون چارواکي وايي، چې د دغې مسالې د روښانتیا لپاره یې د افغانستان د مخابراتو وزارت له اترا ادارې څخه د مرستې غوښتنه کړې.

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي، ځینو کاندیدانو د انتخاباتو د قانون خلاف د سکوت په دور کې هم کمپاینونه کړي.

د دې کمېسیون رییس عبد الستار سعادت د جمعې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، د جمهوري ریاست د کاندید زلمي رسول له خوا د بل کاندید عبدالله عبدالله په خلاف شکایت ثبت کړي:

″ډاکټر صاحب زلمي رسول په ډاکټر عبدالله باندې شکایت کړی چې ګواکې د انتخاباتو د قانون د اته څلوښتمې مادې خلاف یې د سکوت په دوران کې کمپاین کړی sms شوی او په کې له خلکو غوښتل شوي، چې عبدالله ته رایه ورکړي او ان دغه sms د شکایتونو کمېسیون غړیو ته هم رسېدلي د راپورونو له مخه دغه sms یو میلیون موبایلونو ته رسېدلی دغه sms په ممنوعه وخت کې شوی.″

ښاغلي سعادت همدارنګه زیاته کړه، د خبریال په نوم یوه ویب سایټ د زلمي رسوله په ګټه کمپاین کړی او دغه شکایت هم دوی له ځان سره ثبت کړی.

د عبدالستار سعادت په وینا دواړو شکایتونو د سپینانوي لپاره یې د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژي وزارت د اترا ادارې ته رسمي مکتوبونو استولي.

د افغانستان د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو انتخاباتو لپاره کمپاینونه، د انتخاباتو له ورځې اته څلوویښت ساعته وړاندې یعنې د تیرې چهارشنبې د شپې دولسو بجو پای ته ورسېدل.

د انتخاباتي کمېسیونو چارواکو له ټولو کاندیدانو څخه غوښتنه وکړه، چې د سکوت په دوره کې له کمپاینونو ډډه وکړي.

د جمهوري ریاست کاندیدانو ډاکټر زلمي رسول او ډاکټرعبدالله عبدالله استازو د جمعې د ورځې په غونډه کې په دوی لګېدلي تورونه رد کړل.

د ډاکټرعبدالله عبدالله استازي زلمي سجاد او د ډاکټر زلمي رسول استازي نورالدین بابکرخیل په دې اړه وویل:

″۱::ــ ډاکټر عبدالله انتخاباتي دفتر له هیڅ کومې شبکې سره رسمي تړون نه لري چې پیغامونه دې ولېږي له هر ادرسه چې دا کار شوی وي په دې اړه د ډاکټرعبدالله عبدالله دفتر معلومات نه لري.

۲::ــ له هیڅ کومې ویب پاڼې سره موږ قرارداد نه لرو ، زه فکر کوم چې دا کوم بل اړخ ولري.″


د افغانستان انتخاباتي شکایتو کمېسیون وايي، چې د سکوت په دورکې ثبت شوي شکایتونه به په جدي توګه وڅیړي او پایلې به یې په یوه علني غونډه کې اعلان کړي.

د دې کمېسیون چارواکي وايي، د سکوت درو هغه دور دی چې خلکو ته فرصت ورکوي، ترڅو د خپلې خوښې کاندید په اړه فکر وکړي او هغه چاته رایه ورکړي چې د خوښې یې وي.

راپور:رحمت الله ″افغان″
XS
SM
MD
LG