د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۹

کریمي: پاکستان باید غیر قانوني لارې جدي کنترول کړي


د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي، د انتخاباتو په ورځ یې له پاکستان سره د پولي په اوږدو کې د امنیت خوندي کولو په هدف د دې هېواد له امنیتي چارواکو سره خبرې کړې.

لوی درستیز جنرال شیرمحمد کریمي وايي، دغه خبرې د پاکستان په غوښتنه ترسره شوې.

په افغانستان کې د انتخاباتو د ترسره کېدو په درشل کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون اعلان کړی، چې له دې هېواد سره د پولي په اوږدو کې امنیتي تدابیر سختوي.

افغان امنیتي چارواکي وايي، څو ورځې وړاندې د ملي اردو د اپراسیون رییس له خپل پاکستاني سیال سره په پوله کې د امنیتي ستونزو او اندیښنو په اړه خبرې وکړې.

دوی وايي، پاکستاني لوري ورته ویلي، د انتخاباتو په ورځ به له دې هېواده افغانستان ته تلونکي د ټولوغیرقانوني لارو په تړلو کې مرسته کوي.

د افغانستان د وسله والو ځواکونو لوی درستیز سترجنرال شیرمحمد کریمي د جمعې په ورځ په یوه خبره کنفرانس کې وویل، د انتخاباتو په ورځ به د تورخم، سپین بولدک او غلام خان لارې د رایه ورکوونکو په مخ خلاصې وي:

″هغه ستونزې چې په پوله کې موجودې وې او موږ یې اسناد هم لرل په دې اړه موږ له پاکستاني لوري سره خبرې وکړې.

له دوی نه موږ غوښتنه وکړه، چې غیر قانوني لارې باید جدي کنترول کړي او ویې تړي او د هغه وسله والو مخه دې ونیسي چې افغانستان ته د ورانکارو فعالیتونو لپاره را واوړي.″

ښاغلي کریمي زیاته کړه له دې خبرو سره سره بیا هم موږ په پوله کې امنیتي تدابیر سخت کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون اعلان وکړ، چې په افغانستان کې د انتخاباتو ترسره کېدو په درشل کې له دې هېواد سره د پولي په اوږدو کې امنیتي تدابیر سختوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویانده وايي، د امنیتي تدابیرو زیاتوالی دا مانا لري، چې موږ احضارات سختوو.

تسنیم اسلم د پنجشنبې په ورځ اسلام اباد کې د یوې خبري غونډې پر مهال د دغو امنیتي اقداماتو په اړه نور جزییات ورنه کړل، خو ویې ویل، هڅه کوي دا یقیني کړي چې څوک په غیر قانوني ډول له پولي وا نه وړي.

د افغانستان د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو انتخابات سبا شنبې ترسره کیږي.

افغان امنیتي چارواکي وايي، چې د انتخاباتو لپاره یې په ټول هېواد کې کلک امنیتي تدابیر نیولي.

راپور: رحمت الله ″افغان″
XS
SM
MD
LG