د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۹

خيبر پښتونخوا: افغان محصلين راتلونکو ټاکنو ته خوشبخينه دي


د پېښور پوهنتون يو شمېر افغان محصلين وايي، چې افغان ولس دې په راروانو ټاکنو کې پراخه برخه واخلي او له دې لارې دې د خپل هېواد د برخليک په ټاکنه کې رغنده رول ولوبوي.

که څه هم دا محصلين راروانو ولسمشريزو ټاکنو ته خوشبينه او لېواله دي، ددې ترڅنګ دوى له راتلونکي ولسشمره يو لړ غوښتنې هم لري.

د پېښور پوهنتون د نړېوالو اړيکيو د پوهنځي يو افغان محصل جاويد سهاک له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل، راتلونکى ولسشمر دې په افغانستان کې د تلپاتې سولې راوستلو لپاره جدي ګامونه پورته کړي:

" يو خو بايد ځوانانو ته د کار زمينه برابره شي، دويمه دا خبره ده چې زموږه په ملک کې د سولې نشتوالى دى، افغانستان کې بايد څومره چې زر ممکنه وي د هرې لارې چې کېږي، افغان ولس ته سوله راوستلى شي، ځکه د سولې نه بغېر موږ ترقي نه شو کولاى. بل راتلونکى ولسشمر بايد ملي يووالي ته کار وکړي او ملي يووالى رامنځته کړي."

يو تن بل افغان محصل نجيب کاکړ بيا په دې نظر دى، چې راتلونکى ولسمشر دې په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د بېرته ستنېدو په اړه کوټلي ګامونه پورته کړي:

" خوښ يم چې په افغاسنتان کې دا دى ولسواکي خپل يو بل پړاو ته رسېږي. د افغانستان له راتلونکي ولسمشره هر څوک کې ټاکل کېږي، له هغوى نه زما هيله دغه ده چې په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د بېرته ستنېدو په لړ کې جامع پلان جوړ کړي او دوى زر تر زره خپل هېواد ته ستانه کړي. زه يقين لرم چې دا به د افغانستان په امنيت او ثبات کې پراخه ونډه ولري."

نوموړى همداراز وايي، که چېرې له پاکستانه افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شي، نو په افغانستان کې به په ترورېستي پېښو کې څرګند کموالى راشي.

يو تن بل افغان محصل خليل کريمي بيا وايي، چې د هېواد نوى ولسشمر دې د ګاونډيو هېوادونو په ګډون له نړېوالې ټولنې سره د ښو اړيکيو پاليسي پلې کړې:

" د افغانستان له راتلونکي ولسمشره موږ دا هيله لرو چې خارجه پاليس چې دوى د ايران او پاکستان لپاره جوړوي، په هغې کې بايد ډېر غور وشي،هغه ددې لپاره چې افغانان بيا له ډېرو کړاوونو سره مخ نه شي."

دوى همداراز له افغان دلته غوښتنه کوي، چې په انتخاباتو کې دې د درغليو مخنيوى او د خلکو رايو ته دې درناوى وکړي:

" د ولسواکۍ د ښې واکمنۍ لپاره ضروري ده چې افغان حکومت بايد په ټاکنو کې د درغليو مخه ونيسي، کنه دا به هېواد د يو ستر ناورين پرمخ بوځي."

د يادونې وړ ده، چې د راروانې شنبې په ورځ په افغانستان کې ولسمشريزې او د ولايتي شوراګانو انتخابات ترسره کېږي، چې په دې لړ کې افغان ولس د راتلونکيو پېنځو کلونو لپاره خپل نوى ولسشمر وټاکي.

راپور: ذبيح شفق
XS
SM
MD
LG