د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۱ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۱

پاکستان له افغانستان سره د پولي په اوږدو کې امنیتي تدابیر سختوي


په افغانستان کې د انتخاباتو د ترسره کېدو په درشل کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې له دې هېواد سره د پولي په اوږدو کې امنیتي تدابیر سختوي.

د افغانستان حکومت ویلي، چې په هېواد کې په وروستیو حملو کې د پاکستان لاس دی. خو اسلام اباد دغه ادعا رد کړې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویانده وایي، پاکستان به د افغانستان د انتخاباتو په جریان کې له دې هېواد سره په پوله امنیتي تدابیر سخت کړي.

تسنیم اسلم د پنجشنبې په ورځ په اسلام اباد کې په یوه خبري غونډه کې وویل، د امنیتي تدابیرو زیاتوالی دا مانا لري، چې موږ احضارات سختوو.

هغې د دغو امنیتي اقداماتو په اړه نور جزیات ورنه کړل خو ویې ویل، هڅه کوي دا یقیني کړي چې څوک په غیر قانوني ډول له پولي وا نه وړي.

د حمل د شپاړسمې د انتخاباتو په نتیجه کې به د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې قدرت په سوله ییز ډول انتقال شي.

د دغو انتخاباتو په په اړه ډیرې اندیښنې پر احتمالي درغلیو او امنیتي ستونزو څرخي.

د افغانستان حکومت په کراتو کراتو اسلام اباد تورن کړی، چې په افغانستان کې د امنیت له ټینګښت او د سولې له پروسې سره لازمه همکاري نه ده کړې.

د سولې په ټینګښت کې د پاکستان رول ډیر مهم دی ځکه دغه هېواد د طالبانو د رژیم کلک ملاتړی و او اوس یې هم د هغوي یو شمېر مشرانو ته په خپله خاوره کې پناه ورکړې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې وویل، دوی د انتخاباتو په نتیجه کې د یوه پیاوړي افغانستان انتظار کوي.

تسنیم اسلم د افغانانو لپاره دغه انتخابات د ډموکراسۍ پر لوري یوه تاریخي مرحله وبلله او هیله یې وښوده، چې دوی له امنیتي ستونزو او د سخت دریځو ډلو د ګواښونو سره سره په انتخاباتو کې برخه واخلي او خپله رایه وکاروي.
XS
SM
MD
LG