د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۱ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۸

نۍ: رسنۍ دې د سکوت دوره په جدي توګه مراعات کړي


نۍ یا په افغانستان کې د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره او د شفافو انتخاباتو بنسټ له ټولو رسنیو غواړي، چې د سکوت دوره په جدي توګه مراعات کړي.

دې ادارو دا غوښتنه د پنجشنبې په ورځ په کابل کې په یوه ګډه خبري غونډه کې مطرح کړه.

د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو د کاندیدانو له انتخاباتي مبارزو یوه ورځ وروسته، نۍ یا په افغانستان کې د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې له ټولو رسنیو وغوښتل، چې د سکوت دوره په جدي توګه مراعات کړي.

د نۍ ادارې مسوولینو د پنجشنبې په ورځ د شفافو انتخاباتو له بنسټ سره په یوه ګډه خبري غونډه کې له ټولو رسنیو وغوښتل، چې د سکوت په دوره کې باید د هیڅ یوه کاندید په ګټه یا تاوان څه خپاره نه کړي.

د نۍ ادارې اجرایوي رییس صدیق الله توحیدي وویل، چې هیڅ رسنۍ باید له دې غوښتنۍ سرغړاوې ونه کړي.

″خبریالان او رسنۍ باید لومړی د سکوت دوره په جدي توګه مراعات کړي.

د سکوت نه مراعاتول چې د تیرې شپې له دولس بجو پیل شوې او د رايي ورکونۍ ورځې تر پایه دوام کوي په دې معنۍ ده چې خبریالان او رسنۍ حق نه لري له کوم کاندیده ملاتړ وکړي، انتخاباتي معلومات وړاندې کړي او یا هم د کوم کاندید په تاوان تبلیغات وکړي.″


د سکوت دوره د پنجشنبې د شپې له دولس بجو پیل شوې ده.

د انتخاباتو د قانون له مخې د رايي ورکونۍ له ورځې اته څلویښت ساعته مخکې یعنۍ د سکوت په دوره کې هیڅ یو کاندید حق نه لري چې انتخاباتي کمپاین وکړي.

صدیق الله توحیدي همدا راز له ټولو رسنیو وغوښتل، چې که د انتخاباتو په ورځ کومه امنیتي پيښه کېږي نو باید راپور داسې ترې ورکړل شي چې د خلکو په ذهنونو ناوړه اغیز ونه کړي.

د انتخاباتو په ورځ دقیق رپوټ ورکول، د رايي ورکونۍ په مرکزونو کې د رایو شمېرل او د کومې سرغړونۍ په لیدو سره په موقع خبر ورکول هغه نور موارد دي چې د نۍ ادارې مسوولین یې مهم بولي.

نۍ یا د رسنیو د ملاتړ ادارې د انتخاباتو د شفافیت له بنسټ سره یوه ګډه خبري اعلامیه هم خپره کړه، چې دواړو ارګانونو ځیني غوښتنې په کې مطرح کړې.

بل خوا د شفافو انتخاباتو بنسټ یا ټیفا وایي، چې د انتخاباتو د څارونکو ارګانونو ترمنځ لازمه هماهنګي نشته.

د دې بنسټ د څارنۍ د څانګې مشر شمس راسخ چې؛ د دواړو بنسټونو ګډه اعلامیه یې لا هم ولوسته، د انتخاباتو د څارونکو بنسټونو ترمنځ د هماهنګي د نشتوالي په هکله وویل:

″موږ د یو با نظمه نظام د رامنځ ته کېدو لپاره د ټولو ناظرو بنسټونو ترمنځ د یو همغږي میکانیزم د نه شتون له امله اندیښمن یو.

په لویو ښارونو کې د ناظرینو ډیروالی او په ولسوالیو او لیرې پرتو سیمو کې بیا د هغو کموالی په تیرو انتخاباتو کې ستونزې رامنځته کړي، چې دا ځل به هم دا کار د ناظرینو کار له ستونزو سره مخامخ کړي.″


د افغانستان د شفافو انتخاباتو بنسټ وایي، دوی هڅه کوي له افغان امنیتي ځواکونو سره په همآهنګۍ د انتخاباتو د څارنۍ لپاره ان لیرې پرتو ولسوالیو ته هم ولاړ شي.

د ملي او نړېوالو رسنیو له خوا د سکوت دورې مراعاتول او د انتخاباتو د څارونکو بنسټونو ترمنځ هماهنګي کول د نۍ ادارې او د افغانستان د شفافو انتخاباتو د بنسټ له خوا ډیر مهم بلل کېږي.

خو دا به وروسته څرګنده شي چې رسنۍ د سکوت دوره څومره عملي کوي او د انتخاباتو څارونکې څومره کولای شي له انتخاباتو نه په سمه توګه څارنه وکړي.

راپور: جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG