د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۴

نور: انتخاباتي مرکزونه به د شنبې په ورځ تر۴بجو پرانیستي وي


د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي، چې د شنبې په ورځ د جمهور ریاست او د ولایتي شوراګانو په انتخاباتو کې د رایې ورکول د سهار په اوو بجو پیل شي او د مازدیګر تر څلورو به دوام وکړي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسون وايي، د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو انتخاباتو ته چمتوالی بشپړ شوی او د شنبې به ورځ به د سهار له اوو بجو څخه د رایې ورکولو مرکزونه پرانیستل شي.

د دې کمیسون ویاند نور محمد نور د پنجشنبې په ورځ ازادۍ راډيو ته وویل، چې دا مرکزونه تر څلورو بجو پرانیستي وي:

″د رايي ورکونې پروسه د سهار له ۷ بجو څخه رسمآ پیلیږي او د مازیګر تر ۴ بجو پورې دوام کوي، کوم کسان چې له څلورو بجو څخه مخکې مرکزونو ته ځي او په لاین کې باقي پاتي کیږي موږ ورته دا فرصت برابروو چې خپله رایه ورکړي، موږ د افغانستان ټولو خلکو ته کاملآ ډاډ ورکوو چې د شنبې په ورځ خپلو نزدې مرکزونو ته ولاړ شي او په انتخاباتو کې برخه واخلي.″

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي، چې په ټول هېواد کې د رایې ورکولو شپږ زرو اوه سوه او اوه پنځوس مرکزونو په پام کې نیول شوي، خو څه باندې اوه سوه به یې د ناامنیو له امله تړلي پاتې شي.

ښاغلي نور همدارنګه وويل، چې د هېواد نوي فیصده ولسوالیو ته د رایې ورکولو مواد لیږل شوي دي. هغه وویل، چې دا مواد د ځمکې او هوا له لارې انتقال شوي دي:

″موږ توانیدلي یو، چې د ۵۹ هوايي پروازونو له لارې خپل ټول د رايي ورکونې توکي د افغانستان ګوټ ګوټ ته ورسوو او همدا رنګه ویلای شو، چې د ځمکې له لارې ۹۰ فیصده ولسوالیو ته زموږ د رايي ورکونې مواد بشپړ او انتقال شوي دي.″


د ښاغلي نورپه وینا پاتې سیمو ته به هم د جمعې د ورځې تر مازدیګره د رایې ورکولو مواد ورسیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د دفاع وزارت هم ډاډ ورکوي چې د انتخاباتو امنیت لپاره پوره تدابیر لري.

د دې وزارت چارواکي وايي، چې د انتخاباتو په ورځ د رایې ورولو د مرکزونو د امنیت لپاره په ټول هېواد کې شپیته زره اضافي عسکر ځای پر ځای شوي دي.

راپور: ناجیه ساپۍ
XS
SM
MD
LG