د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۳

"افغانان په انتخاباتو کې د پراخ ګډون له لارې د درغلیو مخه نیولای شي"


فرانس مایکل ملبن
فرانس مایکل ملبن
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې مسوولین وايي، چې افغانان کولای شي په انتخاباتو کې د پراخ ګډون له لارې په دې انتخاباتو کې د درغلیو مخه ونیسي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي نن ″پنجشنبې″ خبریالانو ته وویل چې په راتلونکو انتخاباتو کې د درغلیو امکان شته.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي په دې باور دی، چې د شنبې د ورځې په انتخاباتو کې د احتمالي درغلیو د مخنیوي یوه لار په دې انتخاباتو کې د خلکو پراخ ګډون دی.

فرانس مایکل ملبن په کابل کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل، چې په راتلونکو انتخاباتو د درغلیو امکان شته چې باید خلک یې مخه ونیسي:

″ یقینً دلته به ستونزې وي، د تقلب زمینې به مساعدې وي او دا ډیره مهمه ده چې ټول افغانان په ګډه کار وکړي، ترڅو ښه انتخابات وشي.

هرافغان چې په دباندې وتو او د رایې په ورکولو سره یو سموالی راوستلی شي.″


د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي همدا راز وویل، چې د دې ټولنې څاروونکي په افغانستان کې دي او د انتخاباتو څارنه به وکړي.

هغه وویل، چې دوی پنځلس متخصص څاروونکې لري، چې له شپیتو نورو څاروونکو سره به په کابل او ولایتونو کې انتخابات وڅاري.

ښاغلي ملبن وویل، چې که د جمهوري ریاست انتخابات دویم دور ته هم ولاړ شي، اروپايي ټولنه به له انتخاباتي کمیسیونونو سره خپلې مالي او مشورتي مرستو ته دوام ورکړي .

داسې راپورونه ورکړل شول، چې په کابل ښار د وروستیو بریدونو له امله یو شمېر بهرنیو څاروونکو افغانستان پریښی دی.

خو د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ویلي، چې دوی دوه لکو کورنیو او درې سوو بهرنیو څاروونکو ته کارتونه ورکړي دي.

ناامنۍ د شنبې د ورځې انتخاباتو ته یو تر ټولو لوی چلنج بلل کېږي، که څه هم امنیتي مسوولین په بیا بیا خلکو ته د امنیت ډاډ ورکوي.

د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي سره په یاده ګډه غونډه کې د کورنیو چارو د وزارت مرستیال محمد ایوب سالنګي په دې اړه وویل:

″زموږ کورني او بهرني دښمنان هر ډول لاسوهنه چې ولري، زموږ د ملت د دې لوی هو‌ډ مخه نه شي نیولای، د افغانستان امنیتي ځواکونه به په خپل ټول توان سره انشا الله ددې پروسې ملاتړ وکړي او ددې پروسې د امنیت ټینګولو لپاره له هیڅ هڅې نه دریغ نه کوو.″

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي، چې د شنبې په ورځ د سهار په اوو بجو د ټولو افغانانو په مخ د رایې ورکولو مرکزونه پرانیستل شي او د مازدیګر تر څلورو به دوام وکړي.
XS
SM
MD
LG