د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۳

دفاع وزارت: رایه ورکوونکي دې د امنیت اندیښنه نه کوي


د افغانستان د دفاع وزارت ځانګړي ځواکونه وایي، د انتخاباتو ښه ترسره کېدو ته یي په ټول هېواد کې امنیتي تدابیر جدي کړي دي.

د دې ځواک او دې ځواک پورې د مربوطو څانګو قوماندانو د پنجشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، د هېواد د مرکز او ولایتونو اوسیدونکو ته ډاډ ورکوو، چې د امنیت اندیښنه دې نه کوي او په ډاډه زړه د رایو ورکولو مرکزونو ته لاړ شي.

د افغانستان د د فاع وزارت د ځانګړو ځواکونو مسئولین وایي، د انتخاباتو لپاره یي بشپړ امنیتي تدابیر نیولي او که مخالفین د هېواد په هره سیمه کې د دې پروسې د ګډوډولو هڅه وکړي، له سخت غبرګون سره به مخ او هڅه به یي شنډه کړي.

د د فاع وزارت د ځانګړي ځواک او دې ځواک پورې د مربوطو څانګو قوماندانانو د پنجشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل،ښه او خوندي انتخاباتو ته یې په لسګونو زره ځواکونه د هېواد په ګوټ ګوټ کې اماده کړي او خلک کولای شي چې، په پوره ډاډ سره د رایو ورکولو مرکزونو ته لاړ او خپلې رایي وکاروي.

د دفاع وزارت د ځانګړو ځواکونو قوماندان ډګروال جلال الدین یفتلي وویل:

″موږ اوس مهال د هېواد په څلور زونونو او مرکز کې په لومړي درجه احضاراتو کې تیار ولاړ یو.

د هېواد په هره سیمه کې چې ستونزه پیدا شوه موږ یي رفع کولو ته اماده یو.

ځانګړې قطعې مو په پرمختللو تجهیزاتو سمبالې دي.″


ټاکل شوې ده د افغانستان د جمهوري ریاست او ولایتي شورا ګانو انتخابات د حمل په شپاړسمه چې د شنبې له ورځې سره سمه ده، په ټول هېواد کې ترسره شي.

دې انتخاباتو ته د دفاع وزارت نورو ځواکونو لکه هوایي او پیاده هم د بشپړ امنیت ډاډ ورکړی دی.

د دفاع وزارت چارواکو دا هم وویل، دوې پورې مربوط درې ګونې ځواکونه ″ځانګړي، هوایي او پیاده″ د ناټو ځواکونو په سطحه په وسلو او تجهیزاتو سمبال شوي دي.

په دې ناسته کې د دفاع وزارت ویاند جنرال عظیمي وویل، د دوی ځواکونه موظف شوي چې په هېواد کې د ډاډمنو او سراسري انتخاباتو ترسره کېدو ته د ملي پولیسو او د ملي امنیت له ځواکونو پوره مرسته وکړي:

″ګډې ځانګړې قطعې د انتخاباتو د امنیت ساتلو ته داسې تنظیم شوي چې ټول افغانستان یي تر پوښښ لاندی دی او په تیره هغه ځایونه چې زیات ګواښ ورته متوجه دی.

که کومه پیښه وشي دا قطعې اماده دي چې یوازې په څو دقیقو کې يي دفع کړي او همدا رنګه دنده لري چې له نورو ځواکونو لکه پولیسو او د ملي امنیت له ځواکونو مرسته وکړي.″


افغان امنیتي ځواکونو په داسې حال کې د انتخاباتو لپاره د امنیتي تدابیرو خبر ورکوي چې وسله والو مخالفینو ګواښ کړی چې د انتخاباتو پروسه به ګډه وډه کړي.

د دفاع وزارت چارواکې وایي، د ځینو بهرنیو هېوادونو استخباراتي کړیو هڅې پیل کړي، خو د دوی امنیتي تدابیر د مخالفینو له ګواښونو څخه ډیر جدي او پراخ دي او د افغانستان خلک به نیول شویو امنیتي تدابیرو ته په کتو سره د رایو ورکولو څخه منع نه کړي.

راپور: خان محمد ″سیند″
XS
SM
MD
LG