د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۱ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۱

کري: هیله ده چې افغان انتخابات عادلانه ترسره شي


د امریکا حکومت هیله څرګنده کړې، چې په افغانستان کې را روان انتخابات به شفاف او عادلانه ترسره شي او په دې هېواد کې به د قدرت د سوله ییز انتقال یوه تاریخي تجربه وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرجان کري په یوه اعلامیه کې چې پرون خپره شوه ویلي، په افغانستان کې انتخابات ترڅه باندې یوې لسیزې قربانیو او مبارزې وروسته د یوې حساسې او حیاتي مرحلې پيل څرګندوي.

جان کري ویلي، د شنبې په ورځ به د رایو مرکزونو ته د میلیونو ښځو او نارینه افغانانو تګ په سوله ییز ډول د قدرت د انتقال اوله تجربه وي.

د جان کري په وینا، امریکا په افغانستان کې د دې بنیادي تغیرپه بریالیتوب کې ځان شریک ګڼي، ځکه امریکا د انتخاباتو د پروسې او د دې هېواد د امنیتي ادارو ملاتړ کړی دی.

کري ټينګار کړی، چې دا د افغانانو خپله پروسه وه، له سره ترپایه د افغانانو په مشرۍ پلان او پرمخ بیول شوې او د امریکا حکومت یې ملاتړ کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر څرګنده کړې چې افغانان د خپلې ډیموکراسې د ساتنې او ودې هڅې کوي او په افغانستان کې پر ټولو کاندیدانو، د هغوي پر پلویانو او د انتخاباتو پر کارکونکو غږ کوي چې د قانون او اصولو په چوکاټ کې کار وکړي.

د بهرنیو چارو د وزارت اعلامیه وايي، د دې دیموکراتیکې پروسې غړي به د ازادو، هراړخیزو او شفافو انتخاباتو په ترسره کولو داسې نتایج ترلاسه کړي، چې د زیاتو افغانانو لپاره به د منلو وړ وي، د خلکو اتحاد به پياوړی کړي او ډيموکراسۍ ته به لا وده ورکړي.

په سوله ییز ډول د قدرت انتقال د پياوړي، امن او با ثباته افغانستان د رامنځته کولو لپاره حیاتي اهمیت لري او په تیرو دولس کلونو کې د شویو پرمختګونو ساتنه کولای شي.

په افغانستان کې د بریالیو انتخاباتو ترسره کیدل به د هغو خلکو ارزښمن میراث وي، چې په تیروکلونو کې د دې هېواد د ثبات لپاره قرباني ورکړې ده.

د امریکا حکومت ویلي، په افغانستان کې له راتلونکي ولسمشرسره همکارۍ ته تیار دي او غواړي چې د دواړو ولسونو د ګډو دیموکراتیکو ارزښتونو د پياوړتیا لپاره له افغانانو سره ګډ کار ته دوام ورکړي.

په افغانستان کې د امریکا عمده متحد ناټو هم پرون یو وار بیا د انتخاباتو له بهیره ملاتړ او د افغان امنیتي ځواکونو ستاینه وکړه.

د دې سازمان عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن پرون په بروکسل کې وویل، د انتخاباتو د تخریب هڅې به وشي خو دوي د افغانستان د امنیتي ځواکونو پر قابلیت ډاډ لري:

″موږ ته مخکې لاڅرګنده شوې چې طالبان او د افغانستان نور دښمنان به له ټول قدرته کار اخلي، څو په افغانستان کې د انتخاباتو پروسه تخریب کړي.

د دوي ستراتیژي د خبرونو خپرول دي، خو دا حقیقت باید کمزوری نه شي چې په افغانستان کې د تشدد اندازه په تیرو دوو کلونو کې تربل هر وخت ډیره ټيټه شوې ده.″


د ناټوعمومي منشي وویل، چې د انتخاباتو د پروسې د امنیتي چارو مسولیت یې افغان لوري ته سپارلی او دوي به یوازې د اړتیا په وخت کې مرسته کوي.
XS
SM
MD
LG