د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۰

د نارنج ګل مشاعرې د ولسي رنګ پرځای رسمي بڼه غوره کړې


د نارنج ګل دودیزه مشاعره، چې له تېرې نيمې پيړۍ راهیسې هرکال د پسرلي په ښکلي او شاعرانه موسم کې د جلال اباد ښار په سراج الامارت او سپین غر هوټل کې نمانځل کیده او په سلګونو او ان په زرګونو مینوال به ورته د هېواد له ګوټ ګوټ نه راتلل، خو په دې تېرو څو کلونو کې دې مشاعرې د ولسي رنګ پرځای رسمي بڼه غوره کړې او د ولایت په شاهي ماڼۍ کې نمانځل کیږي.

دا ځل هم د ننګرهار د اطلاعات او کلتور ریاست ترچتر لاندې د چهارشنبې په ورځ د ولایت په شاهي ماڼۍ کې ترسره شوه، چې د ننګرهار، لغمان، کونړاو د یو شمېر نورو سیمو څخه هم په لسګونو شاعرانو، لیکوالو او د ادب مینوالو په کې برخه اخیستې وه.

یو شمېر شاعرانو په خپلو شعرونو کې د نارنج ګل د ستاینې ترڅنګ د هېواد اوسنۍ ناخوالۍ هم د شعر په ژبه بیان کړې او هېواد والو ته يې د سولې پیغام وړاندې کړ.

د ننګرهار د اطلاعات او کلتور رييس اورنګ صمیم ازادۍ راډیو سره په مرکه کې ژمنه وکړه، چې دی به د دې مشاعرې شعرونه د کتاب په بڼه چاپ کړي:

"زه خو دې ته مشاعره نه وایم بلکې د ادب مظاهره ورته وایم، تول هغه شعرونه دي، چې د ادب په ژبه ښه پيغام ورکوي، زما له نورو هم غوښتنه دا ده، چې مشاعرو ته دا ډول ادبي رنګ ورکړل شي او زه ستاسې له لارې دا وعده کوم، چې دا شعرونه به د کتاب په بڼه چاپووم."

په ورته وخت کې د ننګرهار والي مولوی عطاالله لودين وویل، د شعراو ادب ژبه ډيره نرمه ده او د خلکو په زړونو ډير اغیز غورځولی شي.

نوموړي په همدې خاطر له شاعرانو وغوښتل، چې دوی باید په خپلو شعرونو کې خلک سولې ته راوبولي:

″زه د مشاعري تر پایه کښینم، ځکه زه ډيرعلاقمند یم، خو هیله مې دا ده، چې داسې شعرونه باید واورم چې ښه پيغام واورم، باید د سولې پیغام په کې ووسي."

که څه هم یو شمېر شاعران د دې مشاعرې په اوسنۍ بڼه، چې د دولت په انحصار کې ده نیوکه کوي او وايي، پخوانۍ ولسي رنګ ترې الوتی، ولې د پښتو ژبې تکړه لیکوال، شاعر او منتقد استاد نجیب منلی بیا وايي، د نارنج ګل مشاعرې لپاره همداسې چوکاټ لازمي دی، ځکه چې په دې ډول مشاعرو کې د پوچو او سپکو سپورو مخه نیول کیږي:

"په دې تيرو څو کلونو کې یو شمېر غرض لرونکو افرادو دا مشاعره یرغل کړ له او د ادب له چوکاټه وویستله، که څوک وايي، چې دا مشاعره کمرنګه ده زه ورسره موافق نه یم، که تاسې دا مشاعره وګورئ، نو ډيرې ستغې خبرې په کې وشوې، ولې د ادب په چوکاټ کې".

د نارنج گل دوديزه ميله او مشاعره په رسمي توګه په ۱۳۴۴ل کال د حمل په ۱۹ نېټه د سپين غر په هوټل کې ونمانځل شوه، چې د دې مشاعرې اغیز د هېواد په نورو ولایتونو هم خپور شو او په بېلابېلو موسمونو کې په یو او بل نوم دودیزې مشاعرې پيل او اوس هم ترسره کیږي.

ننګرهار: شاه محمود شینواری
XS
SM
MD
LG