د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۱ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۳

یوناما: انتخاباتو کې به هیڅ ډول بهرنۍ مداخله ونه شي


 د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی یان کوبیش
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی یان کوبیش
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی وایي، د دې هېواد په انتخاباتو کې به دا ځل هیڅ ډول بهرنۍ لاسوهنه ونه شي.

یان کوبیش نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې دا انتخابات د افغانستان لپاره مهم دي او افغانان باید په ډیر جرئت سره خپلې رایې وکاروي.

دې انتخاباتو ته درې ورځې پاته دي او د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی ډاډ څرګندوي، چې د افغانستان دا انتخابات به د تیرځل په پرتله له هره پلوه ښه وي.

که څه له عامو خلکو سره یوه اندیښنه دا ده چې ممکن بهرنیان د افغانستان په انتخاباتو کې لاس وهنه وکړي، خو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی وایي، بهرني هېوادونه داسې نیت نه لري.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی یان کوبیش وویل، چې په انتخاباتو کې د خلکو ګډون سرنوشت ټاکوونکی دی او زیاته یې کړه، چې افغانان باید هرو مرو خپله رایه وکاروي.

کوبیش د چهارشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې د سلګونه بهرنیو څارونکو په ګډون به څه باندې دوه لکه افغان څارونکي انتخابات څاري او هیڅ ډول لاسوهنه به په کې ونه شي:

″ستاسو په انتخاباتو کې بهرنۍ لاسوهنه نشته، هغه لاسوهنه چې تاسو یې یوه هېواد یا غرب ته راجع کوي، له هېوادونو سره د لاسوهنې هیڅ نیت نشته، دا انتخابات د افغانانو، کاندیدانو او د افغانستان د سیاستمدارانو دي، تاسو به وګوری چې دا انتخابات به د افغانانو انتخاب وي.″

په انتخاباتو کې له بهره د نه لاسوهنې ډاډ په داسې حال کې ورکول کیږي، چې د ولسمشرحامد کرزي په ګډون ځینو افغان چارواکو وویل، چې په تیرو انتخاباتو کې د بهرنیانو مداخله موجوده وه.

ولسمشرحامد کرزي په وار وار له بهرنیو وغوښتل چې د هېواد په راتلونکو انتخاباتو کې، چې د شبنې په ورځ به وشي، لاس وهنه ونه کړي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون هم د دې انتخاباتو د شفافیت ډاډ ورکوي او وایي، چې څه باندې دوه لکه کورنیو او سلګونه بهرنیو څارونکو ته یې د څارنې کارټونه ورکړي دي.

ټاکل شوې د دې انتخاباتو لومړنۍ نتیجه د انتخاباتو له ورځې څخه دوه اونۍ وروسته یعنې د ثور په څلورمه نیټه اعلان شي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی یان کوبیش وایي، انتخاباتو ته د آماده ګۍ له روان بهیر څخه ښکاري، چې دا ځل انتخابات به د تیر په څیر له هره پلوه ښه وي:

″انتخاباتو ته له تخنیکي پلوه چمتوالی د تیر په پرتله ډیر ښه دی، د افغانستان خلک پوه شوي چې د هېواد د راتلونکې لپاره یې دا فرصت څومره مهم دی، دا یوازې زموږ ارزیابي نه ده، بلکه کورني څارونکي، کاندیدان او نړېوال کارپوهان هم دا انتخابات ښه ارزوي.″

د افغانستان انتخاباتو ته د چمتوالي په درشل کې امنیتي چارواکو هم ډاډ څرګند کړی چې د دې انتخاباتو د امنیت لپاره یې بشپړ تدابیر نیولي دي.

امنتیي چارواکي مني، چې ددې انتخاباتو په وړاندې به ځینې امنیتي ستونزې موجودې وي، خووایي چې دا ستونزې به د انتخاباتو مخه ونه نیسي.

راپور: اسدالله ″لودین″
XS
SM
MD
LG